د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو نړیوال سازمان: طالبان مخ نه پټوونکې نجونه او ښوونکې له ښوونځیو باسي


په هرات کې نجونه د یوه ښوونځي په ټولګي کې - د ۲۰۲۱ز د اګست ۱۷مې انځور.
په هرات کې نجونه د یوه ښوونځي په ټولګي کې - د ۲۰۲۱ز د اګست ۱۷مې انځور.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (هيومن رايټس واچ) وايي، طالبانو د افغانستان په بلخ ولایت کې پر زده کوونکو او ښځو د جامو په اړه د سختو حکمونو په کولو سره هغوی له ښوونځيو منع کړي.

سازمان د اپرېل پر ۲۷مه د ښځينه استادانو او زده کوونکو د خبرو پر بنیاد په راپور کې ويلي چې طالبان پر نجونو مخ پټوي او د دودیزو جامو پر ځای د اوږدو جامو د اغوستلو ټینګار ورباندې کوي. د سازمان په وينا، که څوک "د طالبانو په خوښه جامې وا نه غوندي، له ښوونځي ايستل کېږي."

سازمان په خپل راپور کې د نجونو د یوې ښوونکې له قوله ویلي چې د جامو په برخه کې د طالبانو اصول او مقررات "ورځ تر بلې سختېږي."

هيومن رایټس واچ ويلي، بلخ د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه یوازینی هغه دی چې نجونه پکې له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه لري.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، په بلخ کې د نجونو لېسې او نور ښوونځي نه دي تړل شوي.

طالبان، زده کوونکي او ښوونکي د مخ پټولو ته اړ باسي او که نجونه او ښوونکې هغه جامې اغوندل و نه زغمي چې طالبان یې غواړي، له ښوونځي یې باسي او ان ښوونځي بندوي.
هیدر بار

د سازمان د ښځو د برخې مشرې هیدربار د اپرېل پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل "د بشري حقونو څارونکو نن د یوه داسې حقیقت په اړه لیکلي چې په بلخ ولایت - هغه ولایت چې ان د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه د طالبانو د مارچ د ۲۳مې نېټې تر پرېکړې وروسته هم پکې ښوونځي پرانیستي دي - نجونه او ښوونکې وايي، احساس کوي چې طالبان د محدودیتونو پر زیاتولو او د جامو په برخه کې د سختیو په زیاتولو هڅه کوي چې نجونه له تعلیمه منع کړي. طالبان، زده کوونکي او ښوونکي د مخ پټولو ته اړ باسي او که نجونه او ښوونکې هغه جامې اغوندل و نه زغمي چې طالبان یې غواړي، له ښوونځي یې باسي او ان ښوونځي بندوي."

د بلخ ځينو استادانو او زده کوونکو له مشال راډيو سره په خبرو کې دا مسله تاييده کړې او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې محدوديتونه دې نه لګوي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د بلخ پر مسله څه نه دي ويلي خو د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه دريځ لري چې لا هم پر يو تعليمي پلان کار کوي چې بشپړ شوی نه دی.

طالبانو لا هم په زیاتره ولایتونو کې له شپږم ټولګیو پورته نجونو زده‌کوونکو ته ښوونځیو د تګ اجازه نه ده ور کړې او ویلي ېې دي چې د ښوونځیو د خلاصون لپاره د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي.

څه باندې ۲۲۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې د نجونو لېسې او منځني ښوونځي بند دي.

XS
SM
MD
LG