د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: طالب مشران دې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي


په قطر کې طالب مشران. انځور- ارشیف
په قطر کې طالب مشران. انځور- ارشیف

امريکايي چارواکي وايي، په قطر کې یې له طالبانو سره د امريکا د ملي ګټو په اړونده مسايلو خبرې کړې دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د ډسېمبر پر لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازي، ټام ويسټ د نومبر پر ۲۹مه او ۳۰مه په دوحه کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره په خبرو کې د طالبانو د دې ژمنتيا پر اهميت ټينګار وکړ چې وايي، اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد د ګواښ لپاره وکارېږي.

د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي کوله. د خبرپاڼې ترمخه طالبانو يوځل بيا ژمنتيا وښوده چې افغان خاوره به د هېچا پرضد نه کارېږي خو اعلاميه زیاتوي چې طالبانو ته واضحه کړل شوه چې امريکا په افغانستان کې د داعش او القاعدې په مسلسل موجوديت اندېښمنه ده.

همداراز زياته شوې چې له طالبانو سره هغو افغانانو ته د خوندي لارې ورکولو په اړه هم خبرې وشوې چې غواړي له افغانستانه ووځي.

په دې بيان کې ويل شوي چې پر دې وعده د طالبانو د عمل کولو هرکلی کوي خو زیاتوي چې پر طالبانو ټينګار وشو چې د ښځو او اقلیتونو په شمول د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو سره کار کوي چې په افغانستان کې بشري مرستې دوام ومومي.

طالبان د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او د افغان حکومت چارې يې په خپلو لاسونو کې واخیستې. تر هغې وروسته یې دا د امريکايانو سره د لوړې کچې لومړي مذاکرات دي.

XS
SM
MD
LG