د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونېسېف: په افغانستان کې د ماشومانو تعلیم لپاره ټولې هڅې کوو


په کابل کې ماشومانې ښوونځي ته روانې دي - انځور له ارشیفه.
په کابل کې ماشومانې ښوونځي ته روانې دي - انځور له ارشیفه.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان (یونېسېف) وايي، په افغانستان کې د هر ماشوم لپار د تعلیم د ملاتړ هره ممکنه هڅه کوي.

په افغانستان کې د سازمان د ارتباطاتو مشرې سیم مورټ د اپرېل پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې یونېسېف د تېرو ۷۰ کلونو په څېر اوس هم "د هر ماشوم لپاره په افغانستان" کې دی.

د دې په وينا، تر هغو چې هر ماشوم په ښوونځي کې نه وي او زده کړې و نه کړي، دوی به خپل کار ته دوام ورکړي.

یونېسېف وايي، نېږدې ۲۰۰،۰۰۰ ښوونکو ته يې د دوو میاشتو لپاره بېړنی معاش برابر کړی او زده کوونکو ته یې بستې او نور تدریسي مواد ورکړي دي.

سازمان زیاتوي، د لومړيو ټولګيو زده کوونکو ته يې ۳۷ مېلیونه درسي کتابونه هم ورکړي دی خو په وينا يې لا زیات کار باید وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG