د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانيخېلو کې وسله والو یوه ښځه په کور کې دننه وژلې


د جانيخېلو اوسېدونکو په تيرو وختونو کې د خپلو غوښتنو لپاره پرلت وهلی وو ـ انځور له ارشيفه
د جانيخېلو اوسېدونکو په تيرو وختونو کې د خپلو غوښتنو لپاره پرلت وهلی وو ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د بنو په جانيخېلو کی وسله والو یوه ښځه په خپل کور کې دننه وژلې ده.

د جانيخېلو یو اوسېدونکي لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه (د مارچ پر ۲۹مه) شاوخوا ۱۵ وسله والو د یوې مېرمنې د کور دروازه ماته کړه او هغه یې په خپل کور کې دننه ووژله.

د وزیري په خبره د وژل شوي مېرمن خاوند څو کاله وړاندې مړ شوی وو او دوه زامن لري چی یو یې لادرکه او پوځ وړی دی او دوهم يې په متحده عربي اماراتو کې مزدوري کوي.

د پاکستان پوځ تر اوسه د دې ادعا تصديق نه دی کړی. بلخوا د پېښې په اړه پولیسو لا هم څه نه دي ویلې.

د جانيخېلو اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي چې نن (د مارچ پر ۳۰مه) به د پېښې په اړه يوه غونډه کې د راتلونکي لپاره پلان ټاکي. دوی د وژل شوی ښځې له کورنۍ سره د انصاف او ذمه وارو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د جانيخيلو اوسېدونکو په سيمه کې د امنيت پر ځای کولو لپاره له تېر يوه کال راهيسې څو ځلې احتجاجونه وکړل او پرلتونه يې ووهل، چې له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته يې پای ته ورسول.

دوی شکايت کوي چې حکومت يو کال وروسته هم له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي. بلخوا حکومت ويلي چې د جانيخيلو پر غوښتنو کار روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG