د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سیاسي بحران: سیاستوالان د سپریم کورټ د پرېکړې په انتظار دي


پاکستان سیاسي بحران: سیاستوالان د سپریم کورټ د پرېکړې په انتظار دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:51 0:00

په پاکستان کې د تحریک انصاف او مخالفه ګوندونو سیاستوالان وايي، د روان سیاسي بحران د هواري لپاره د سپریم کورټ فیصلې ته انتظار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر د وزیراعظم ضد د عدم اعتماد تحریک رد کړ چې ورپسې سمدستي وروسته عمران خان له ولسمشره د اسمبلیو د ماتولو غوښتنه وکړه. پر هم هغه ورځ ولسمشر قامي اسمبلي ړنګه کړه. د اتوار پر ورځ سپریم کورټ د دې روان حالت څېړلو په اړه له خپلې خوا نوټس واخیست او اورېدنو ته یې دوام ورکړی. مشال راډیو د اپرېل پر شپږمه د سپریم کورټ له ودانۍ بهر د تحریک انصاف او مسلم لیګ (ن) له مخکښه سیاستوالانو سره ویډیويي مرکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG