د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته مظاهره او طالبانو هوايي ډزې کړې


په کابل کې مظاهره
په کابل کې مظاهره

سلګونه کسانو د سېپټېمپر پر اوومه نېټه د کابل په دوو سیمو کې د پاکستان پرضد مظاهرې کړې دي.

په کابل کې په سلګونه مظاهرچیان د پاکستان سفارت مخې ته راټول شوي وو او د ازادۍ شعارونه یې ورکول.د مشال راډیو د خبریال راپور له مخې طالبانو د دې کسانو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې.

په دې ترڅ کې د چا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی. په دشت برچي کې هم د سېپټېمبر پر اوومه لسګونه ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره وکړه.

د پاکستان او طالبانو پرضد دا مظاهرې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو مخالفې مقاومت جبهې مشر احمد مسعود افغانان د طالبانو پر ضد عمومي قیام ته راوبلل. په دې لړ کې په بهر کې دېره افغانانو هم مظاهرې کړې دي.

هغه دا غږ د سېپټمپر پر شپږمه نېټه له هغه وروسته وکړ چې طالبانو ادعا وکړه چې د پنجشېر ولايت يې بشپړ نيولی دی. هغه پر ټويټر پاڼه وليکل چې مقاومت به يې دوام لري. د نوموړي د دې غوښتنې په ځواب کې د سېپټېمبر پر شپږمه هم په افغانستان کې دننه مظاهرې وشوې.

د مشال راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې په تهران کې هم د سېپټېمبر پر اوومه د افغانستان سفارت مخې ته لسګونه کسانو د طالبانو او پاکستان پرضد شعارونه ورکړل. ورته مظاهرې د سېپېمبر پر شپږمه د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي او سانفرانسسکو ښار کې هم وشوې.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ویاند علي میثم نظري بېګاه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې خلک پاڅېدلي او دا به د خلکو د مبارزې یو نوی باب وي.

د مقاومت ملي جبهې يو مهم مشر او د افغانستان ولسمشر دوېيم مرستيال امرالله صالح په وار وار د ټويټر پاڼې او مرکو له لارې تور پورې کړی چې په افغانستان کې د طالبانو تر شا د پاکستان 'لاس" دی. خو پاکستان تل دغسې تورونه رد کړي او ويلي چې د دې هېواد په چارو کې مداخله نه کوي او په وينا يې يو باثباته او خوشاله افغانستان غواړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د اګست پر ۱۵مه نېټه په ملتان کې خبريالانو ته ويلي ول چې افغانان به د خپل راتلونکې پرېکړه پخپله کوي. هغه دا تور رد کړی وو چې پاکستان د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله کوي.

هغه زیاته کړې وه: "نه مو د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلت کړی او نه یې په راتلونکې کې کوو. موږ په افغانستان کې د خپلې خوښې [واکمن] نه غواړو او د افغانستان د راتلونکې پرېکړه به افغانان کوي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG