د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحريک انصاف حکومت په خيبر پښتونخوا کې ملا امامانو ته د میاشتې لس زره روپۍ ورکول پيل کړل


د پېښور سنهري مسجد
د پېښور سنهري مسجد

د خيبرپښتونحوا حکومت په ټوله صوبه کې د جماتونو ملا امامانو ته د مياشتنيو وظيفو ورکول پيل کړي دي. حکومت دا کار د اړمنو خلکو مرسته بللې خو منتقدين وايي دا د سیاسي ګټو لپاره کيږي.

د کواټ ضلعې د پرمختيا لپاره د مشاورتي کمېټې (ډي ډيک) مشر او د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د حکمران ګوند تحريک انصاف يو غړي ضياالله بنګش د مارچ پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت د صوبې په ټولو ضلعو کې د جماتونو هغو ملا امامانو ته چې د اوقافو له محکمې سره راجسټر دي، د مياشتې لس زره روپۍ ورکوي.

دا پیسې ورکول سياسي کار دی. ایا اوس به ملا امامان د حکومت نوکران وي؟
سردار حسین بابک

نوموړي زياته کړه چې د مارچ پر ۲۱مه يې د کواټ د بېلا بېلو سيمو د جماتونو ۶۰۰ خطيبانو ته د وظيفو ورکولو چارې بشپړې شوې دي. د بنګش په خبره، دوی هر ملا امام ته د تېرو درو مياشتو لپاره ۳۰۰۰۰ روپۍ ورکړې. هغه ډاډ وښود چې حکومت به ملا امامانو ته د وظيفو ورکولو پروګرام جاري ساتي. "موږ به يقيني کوو چې هر يو خطيب ته هرې درې مياشتې پس ۳۰۰۰۰ روپۍ ورکړو. حکومت غوښتل چې دا پروګرام مخکې شروع کړي خو د کورونا وبا له وجې دا چارې وځنډېدې. اوس به د ملا امامانو لپاره د مياشتنيو وظيفو پيسې د هر کال په بجټ کې بېلېږي."

پاکستانۍ ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې د مارچ پر ۲۲مه په يو رپورټ کې ويلي چې په خيبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت د جماتونو پر ملا امامانو د مياشتنيو اعزازيو وېشلو لپاره د روان مالي کال په بجټ کې ۲،۶ اربه روپۍ بېلې کړې دي. د رپورټ ترمخه، دا پيسې به د ۲۰۶۵۷ خطيبانو ترڅنګ په صوبه کې د مېشتو لږکيو مشرانو ته هم ورکول کېږي. په رپورټ کې همداراز راغلي چې حکومت تر دې دمه پر ۲۶۳۰ ملا امامانو او د پام وړ شمېر اقليتي مشرانو د ۷۸ ميليونه روپو په اندازه مالي مرستې وېشلې دي.

د خيبرپښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف پر ملا امامانو د مالي مرستو وېشلو پروسه په داسې وخت کې تېزه کړې چې له يوې خوا د مارچ پر ۳۱مه د دې صوبې په ۱۸ ضلعو کې بلدياتي ټاکنې کېږي نو بل پلو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن ګوندونو د تحريک انصاف د مشر او د دې هېواد د وزيراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی دی.

که څه هم ضیاالله بنګش د دې پیسو ويشل د غريبو مذهبي مشرانو سره مرسته کول بللې خو اپوزیشن سیاستوال یې سياسي چال بولي. د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارليماني ليډر سردار حسين بابک د مارچ په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد د دې پيسو د ويش د شفافیت لپاره دا مسله له اسمبلۍ منظور کړې وای.

هغه زیاتوي: "حکومت بايد اسمبلۍ ته د دې موضوع په راوړلو سره ټول سياسي ګوندونه په اعتماد کې اخيستي وای. پوښتنه دا ده چې که له سرکاري خزانې نه ملا امامانو ته پیسې ځي نو هغوی به د سرکار نوکران ګڼل کېږي او که څنګه؟ جماتونه د سرکار نه بلکې د ولس ملکيت دی. خلک ځانته جوماتونه جوړوي، خصمانه يې کوي او ملا امامانو ته يې تنخاګانې ورکوي. حکومتي ګوند دا کار د سياسي ګټو لپاره کوي. تر دې مهمه دا ده چې د جمات له منبره د سياسي شعارونو پورته کېدو مخنيوی وشي."

په پېښور کې د جامعه اشرفيه مهتمم مولانا ارشد علي قريشي هم د مارچ پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د ملا امامانو لپاره د حکومتي اعزازيو خبره تر ډېره نمايشي او سياسي ده. "د عبادت ځايونو، جماتونو او مدرسو سرپرستي او د دې ځايونو د خدمتګارو کسانو د ضرورتونو خيال ساتل د رياست زمه واري ده. که د حکومت دا اقدام په ښه نيت وي، نو ډېره بهتره ده. خو موږ اکثر کتلي چې په ميډيا کې چارواکي اعلانونه وکړي خو وروسته عمل ورباندې نه کېږي. حکومتونه مذهب د يوې سياسي وسيلې په توګه کاروي نو موږ يې ځکه حمايت نه کوو."

ملایانو ته د پیسو ورکولو وجه اړمنو خلکو سره مرسته ده. سیاسي اړخ نه لري
ضیاالله بنګش

د ملاکنډ ډويژن لپاره د وفاق المدارس العربيه کوارډينيټر، د سوات مولانا صدیق احمد بيا له ملا امامانو سره د حکومتي مرستو د پروګرام ستاينه کوي خو دی هم وايي چې دا کار بايد سياسي اړخ و نه لري. هغه همداراز زیاته کړه چې په ځينو ځايونو کې ملايانو ته دا پیسې نه دې ورکړل شوې. "موده وشوه چې صوبايي حکومت د دې پروګرام اعلان کړی وو. په خطيبانو صاحبانو يې بانکي اکاونټونه هم جوړ کړي وو خو وروسته بيا خبره سړه شوه. اوس چې حکومت دا پروګرام پيل کړی نو ښه خبره ده خو ملايانو ته دا مرستې په داسې وخت کې ورکول کېږي چې په ملک کې سياسي اړی ګړی دی. سياسي ګوندونه به هرو مرو پوښتنې راپورته کوي چې حکومت به دا کار د سياسي رشوت په توګه خو نه کوي؟ خو په هر صورت، که له ضرورت مندو علماو سره مالي مرستې وشي نو ښه خبره ده."

عين وخت کې د پاکستان په ځينو رسنیو کې داسې رپورټونه خپاره شوي چې ښيي له جميعت علمای اسلام ف ډلې سره اړه لرونکو ملا امامانو وار له مخه له حکومتي وظيفو اخيستلو انکار کړی دی. دې ډلې د مولانا فضل رحمان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت چپه کولو لپاره وخت په وخت لانګ مارچونه کړي او اوسمهال د پاکستان جمهوري غوځنګ تر چتر لاندې حکومت مخالفه مبارزه مخ ته وړي.

XS
SM
MD
LG