د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرکار دې د شییعه-سني شخړو مخه ونیسي: اېچ ار سي پي


کراچۍ کې پر یوه امام باړه له بریده پس امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې. ۲۰۱۷ کال
کراچۍ کې پر یوه امام باړه له بریده پس امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې. ۲۰۱۷ کال

د پاکستان بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتي چې د شییعه او سني ترمنځ د شخړو بيا راپورته کېدو مخه دې ونيسي. دې کمېشن د سپتمبر په ۲۲مه مشال راډيو ته د هغو وړاندیزونو خلاصه لېږلي چې دوی حکومت ته کړي دي. په دې وړاندیزونو کې ويل شوي چې ديني عالمانو سره بايد خبرې وشي او چارواکي دې د فرقه ییزو کشالو د مخنيوي لپاره هوښيار اوسي.

تر دې وروسته حکومت ته د مذهبي مسايلو په اړه مشورې ورکوونکې شورا، اسلامي نظرياتي کونسل ويلي چې دوی د شییعه او سني عالمانو لپاره د خبرو اترو موقعې برابروي. د دې کونسل مشر، ډاکټر قبله ایاز د سپتمبر په ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې د خپلو اختلافاتو په اړه دواړه خواوې بحث کولی شي خو بايد د سياسي مقاصدو لپاره يې ځکه استعمال نه کړي چې دا کار تشدد ته لاره هواروي.

هغه زياته کړه: ((يقينا په پاکستان کې په دې وروستيوو کې يو ځل بيا د شییعه او سني مسله راپورته شوې ده. د دې مسلې د لا ژورېدو د مخنيوي لپاره بايد د دواړو خواوو عالمان په ډاګه او واضحه خبرې وکړي. دوی دې خپلو پلويانو ته ووايي چې په دې نامه اختلافات ګټه نه لري. اسلامي نظرياتي کونسل تر محرم مخکې هم په دې اړه د شییعه او سني عالمانو کنفرنس کړی وو او بيا به یې هم کوي. خو دا عالمان دې خپل علمي اختلافات له کنفرنسونو څخه کوڅو او چوکونو ته نه وړي.))

د اګست له مياشتې راهیسې په کراچۍ، اسلام اباد او کوهاټ‌کې پر شییعه وګړو هدفي بریدونه شوي چې د مشال راډيو د راجمه کړو شمېرو ترمخه لږ تر لږه پکې پينځه کسان وژل شوي دي. په همدې حال کې تېره اونۍ په کراچۍ کې د سني مذهبي ډلو زرګونو غړو يوه احتجاجي جلسه کړې وه چې پکې د شییعه ګانو خلاف نعرې وهل شوې وي. دې پېښو يو ځل بيا د فرقه ييزو شخړو را-اوچتېدو په اړه اندېښنې راپارولې دي.

حکومتي چارواکو په دې اړه د شییعه او سني ديني عالمانو سره خبرې کړې دي. د پاکستان ولسمشر عارف علوی د سپتمبر په ۲۱مه د دواړو خواوو مذهبي مشرانو يو کنفرس راغوښتی وو. نوموړي دوی ته وويل چې له زغمه کار واخلي. ((تر ټولو مهمه خبره دا ده چې صبر وکړئ او د صبر سره د حق نصیحت وکړئ. له خپلو ملاتړو دا ژمنه واخلئ چې د مذهب په نامه نفرت مه کوئ. زه دا هم درته ووايم چې حکومت به سخت عمل کوي. هر هغه څوک چې فرقه ییزو شخړو ته لمن وهي، د هغه خلاف به ګام اخلو. موږ د نفرتونو ختمولو لپاره قرباني ورکړې ده او په تېرو څو کلونو کې مو همدا زده کړې دي.))

د جولای په ۲۲مه د پنجاب اسمبلۍ يو قانون منظور کړی چې د پيغمبرانو د نومونو سره په عربي ژبه د عليه السلام او د صحابوو سره رضی الله عنه يا رضی الله عنها ليکل لازمي ګرځوي. له دې قانون څخه سرغړوونکو ته تر پينځه لکه روپيوو او پينځه کلونو قید سزا ورکول کېدلی شي. شییعه ګان پر دې قانون اعتراض لري ځکه چې دوی د حضرت علی د نامه سره رضی الله علیه نه بلکې علیه السلام ليکي. دوی اندېښمن دي چې له دې امله به ورته سزاوې ورکول کېږي. د دوی تر مظاهرو وروسته د پنجاب ګورنر دا قانون د عملي‌کولو لپاره لاسليک نه کړ او د نورې مشورې لپاره یې اسلامي نظرياتي کونسل ته ولېږي.

د پاکستان علما کونسل مشر مولانا طاهر اشرفي د سپتمبر په ۲۱مه د ولسمشر علوي له خوا ورغوښتل شوي کنفرنس وروسته رسنيوو ته وويل چې د شییعه وګړو سره دښمني نه غواړي. هغه وويل د اختلافي مسايلو د ختمولو لپاره په خبرو اترو کولو رضا شوي دي او غواړي چې دواړه خواوې د يو بل د عقيدو احترام وکړي.

ورته خبرې د شییعه تنظيم، جماعت الوحدت المسلمين مشر علامه راجا ناصر عباس جعفري هم کړې دي. هغه د سپتمبر په ۲۲مه پر ټولنیزو رسنيوو خپاره کړي ويډيويي پېغام کې پر خپلو پلويان د اختلافاتو د نه پېداکولو غږ کړی دی. ((ټولو شییعه او سني ځوانانو ته چې پر ټولنیزو رسنيوو ليکل کوي، غواړم چې له محبت بغېر نور څه مه ليکئ. د نفرتونو خلاف وليکئ. پر چا لعنت مه واياست. هيچا ته کنځلې مه کوئ. موږ بايد د چا لاسپوڅي نه شو. زه يو ځل بيا تاسو ته وايم چې د هغو خلکو حوصلې بايد ماتې کړو چې نفرتونه خوروي.))

د امریکې د ورلډ فېکټ بوک ترمخه د پاکستان له مسلمانانو ۸۵ فیصده سنيان او ۱۵ فیصده شییعه وګړي دي. پاکستان کې په نويمو کلونو کې شییعه او سني وسله والو ډلو پر يو بل خونړي بریدونه کول. وروسته حالات بهتره شول خو د بشري حقونو نړيوالو ادارې، هيومن رايټس واچ پر خپل ویب سايټ ليکلي چې وسله والو ډلو په دې شخړو کې له پينځه زرو څخه زیات سني او شییعه وګړي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG