د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين روسي ځواکونه په ماریپول کې په جنګې جرمونو تورن کړل


روس د فبرورۍ په ۲۴ مه په اوکراین یرغل کړی
روس د فبرورۍ په ۲۴ مه په اوکراین یرغل کړی

اوکرایني ولسمشر روسي ځواکونه په محاصره شوي ښار ماریپول کې په جنګي جرمونو تورن کړي دي.

په عین حال کې د اوکرایني ساحلي ښار ماریپول ځايي چارواکو ویلي، روسي پوځ په دغه ښار کې د ارټ پر يوه سکول بمباري کړې چې پکې خوا اوشا ۴۰۰ کسانو پناه اخیستې وه.

دې چارواکو د مارچ په ۲۰ مه په ټیلیګرام استول شوي پیغام کې ویلي چې د دې سکول وداني تباه شوې او ښايي چې خلک یې تر ملبې لاندې ګېر پاتې وي. په سمدستي توګه په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېره مخې ته نه ده راغلې.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلیسنکي ویلي د ماریپول ښار محاصره به په تاریخ کې یاده پاتې شي چې پکې د ده په وینا روسي ځواکونو جنګي جرمونه ترسره کړي دي.

روس د مارچ په ۱۶ مه په هوايي بریدونو کې د ماریپول هغه تییېټر هم په نښه کړ چې پکې ولسي خلکو پناه اخیستې وه. د دغه ښار چارواکو ویلي ول چې ۱۳۰ کسان یې له ملبې ایستلي دي حو ښايي نور کسان هم پکې ګېر وي او د لټون چارې یې روانې دي.

تر دې وړاندې روسي ځواکونو په ماریپول کې یو زېږنتون هم بمبار کړی وو.

روس د فبرورۍ په ۲۴ مه په اوکراین یرغل کړی چې پکې له سخت مزاحمت سره مخامخ دی او تر اوسه پکې روسي ځواکونو او پوځي سامانونو ته ډېر زیان رسېدلی دی. روس په داسې حال کې د اوکراین په ښارونو بمبارۍ ته دوام ورکړی چې په نړیواله کچه یې غندنه روانه ده او په سمدستي توګه د ډزبندۍ غوښتنې ترې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG