د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین جګړه: کییف او مسکو د مذاکراتو څلورم پړاو ترسره کوي


یوشمېر اوروژونکي له کییف سره نېږدې په یوه سیمه کې د برید ښکار شوې رهایشي ودانۍ معاینه کوي - د مارچ ۱۴مې انځور.
یوشمېر اوروژونکي له کییف سره نېږدې په یوه سیمه کې د برید ښکار شوې رهایشي ودانۍ معاینه کوي - د مارچ ۱۴مې انځور.

اوکرایني او روسي مرکچیان پر داسې مهال د نورو مذاکراتو لپاره تیاری نیسي چې دواړو لوریو د اوونیو په پای کې د پرمختګ خبر ورکړ.

د مارچ پر ۱۴مه خبرې پر دې سربېره کېږي چې تېره شپه د کییف په شاوخوا کې په شمال غربي او ختیز سیمو او د هېواد پر نورو برخو بمبارۍ روانې وې.

د اوکرایني ولسمشر سلاکار میخایلو پدولیاک ویلي، ټاکل شوې چې د مذاکراتو څلورم پړاو د ویډیو کنفرانس له لارې وشي چې پکې تر جګړې لاندې ښارونو او ښارګوټو ته د مرستو پر رسولو بحث کېږي. ده زیاته کړه چې، د ده په وینا، روسیې "په تعمیري ډول خبرې پیل کړې دي" او دا چې فکر کوي چې پایلې به یې "په صحیح ډول په ورځو" کې معلومې شي.

دې ډېپلوماټیکو هڅو هیلې زېږولې دي چې مسکو ښايي پر دې سربېره د نورو ملکي وګړو د ایستلو لپاره لارې پرانیزي چې روسیو ځواکونو پر پلازمېنې فشار ته دوام ورکړی دی.

تر دې مخکې د دواړو لوریو ترمینځ په مذاکراتو کې لوی پرمختګونه و نه شول او همداراز پکې د هېواد په ختیځ کې د ماریوپول ستراتیژیک ښار ته د مرستو رسولو او یا ورڅخه د خلکو د کاروانونو ایستلو د ستونزې یو حل پیدا نه شو. په هغه ښار کې لکونه خلک د خوړو، اوبو او دواګانو له زښت کمښت سره مخامخ دي.

ریا نووستي خبري اژانس د یو روسي مرکچي لېونېډ سلوڅکي له خولې ویلي چې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او دا امکان شته چې پلاوي ژر د موافقو لومړی متن تیار کړي.

په عین حال کې د اوکراین په یوشمېر برخو کې جګړه روانه ده او روسیو ځواکونو د مارچ پر ۱۳مه د پولينډ پولې ته نېږدې پر یوې پوځي اډې هوايي بريد وکړ چې پکې ۳۵ کسان ووژل او تر ۱۳۰ زیات ژوبل شول.

د ياوورېف د سوله ساتنې او امنیت نړیوال مرکز د اوکراين په لویديځ کې د پولینډ له پولې څخه ۲۵ کېلومیټره لیرې پروت دی او دا د اوکراین يو له لويو پوځي اډو څخه ده. په هغه ځای کې اوکراين د ناټو اېتلاف له غړو هېوادونو سره په ګډه پوځي مشقونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG