د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي ولسمشر جو بايډن ولاديمير پوتين "جنګي مجرم" بللی


امريکايي ولسمشر جو بايډن د وينا پر مهال. عکس له ارشيفه
امريکايي ولسمشر جو بايډن د وينا پر مهال. عکس له ارشيفه

د امريکا ولسمشر د لومړي ځل لپاره د روسيې له خوا پر ګاونډي هېواد د یرغل له امله ولاديمير پوتين "جنګي مجرم" بللی دی.

نوموړي د مارچ پر ۱۶مه نېټه خبريالانو ته وويل چې د ده په اند "هغه (ولاديمير پوتين) جنګي مجرم دی." د امريکا انتظاميې تر اوسه ان هغه وخت هم د دې الفاظو له کارولو ډډه کوله چې مخامخ به ورڅخه وپوښتل شول.

د سپینې ماڼۍ وياند جین ساکي ویلي چې ولسمشر بايډن د "زړه له تله خبرې کولې"،کله چې هغه پر ټېليویژن هغه عسکونه وليدل چې د "يوه ظالم امر له خوا په يو بهرني هېواد کې د وحشیانه اقداماتو له کبله مخې ته راغلي دي."

د دې په غبرګون کې د روسيې تاس خبري اژانس له مخې د کریملن ویاند ديميتری پيسکوف ويلي چې دا د نه منلو او نه معافولو خبره ده.

ولاديمير پوتين شاوخوا درې اوونۍ وړاندې پر اوکراین د پراخ يرغل امر کړی وو او ادعا کوي چې دا "ځانګړي پوځي عمليات" دي چې هدف يې اوکراين "غير پوځي کول"، له "نازيانو پاکول" او د دې هېواد منتخبه حکومت نسکورول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG