د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د کیيف خوا او شا بمباري زیاته کړې ده


د مارچ په ۱۴مه په ماريوپول کې شوې د روس بمباري
د مارچ په ۱۴مه په ماريوپول کې شوې د روس بمباري

روسي ځواکونو تېره شپه د کييف پر شاوخوا سیمو هوايي بریدونه زیات کړي او د اوکرين د مهم جنوبي ساحلي ښار ماريوپول د قبضه کولو هڅې یې تېزې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکرايني او روسي مرکچیان د ډز بندۍ لوظنامې ته رسیدو لپاره د خبرو اترو یو بل پړاو ته تیاری کوي. بلخوا د روس هوايي بریدونو د کييف په ګاونډ کې ولسي هستوګن ځایونه په نښه کړي دي چې له امله یې د اپارتمانونو ه یوه ودانۍ کې اور لګېدلی.

د اوکراين د بيړنيو مرستو ادارې په خپله فیسبوک پاڼه ليکلي چې په دغه بمبارۍ کې دوه کسان وژل شوی خو ۲۷ نور یې ژغورلي دي.

د اوکراين پوځ په يو بیان کې ويلي چې د ایرپن په څنډو کې د توپونو ګوله بارۍ ولسي ابادي په نښه کړې او زیاتوي چې دې ګوله بارۍ د روانې جګړې ناوړه مخ رابرسیره کړی.

د کیيف سیمه ييز مشر اولکسي کوليبا اوکرايني ټيليويژن ته ويلي چې د مارچ په ۱۴مه او ۱۵مه، د روس لخوا په شوو هواي بمبارۍ کې هوستومل او بوخا سیمې هم په نښه شوي دي. پر اوکراين د روس دا يرغل، ځمکني او هوايي بریدونه د فرورۍ له ۲۴مې څخه دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG