د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانيخېلو بيا د پراخو مظاهرو کولو ګواښ‌ وکړ


د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د جانيخېلو پرلت
د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د جانيخېلو پرلت

د خیبر پښتونخوا د بنو په جانیخېلو کې قبایلي جرګې ویلي چې که حکومت ورسره کړې ژمنې پوره نه کړې نو تر پخوا به سخت احتجاج وکړي.

د دې سیمې یو شمېر مشرانو د نومبر پر ۱۳مه د خپلو غوښتنو لپاره لومړی جرګه او بیا احتجاج کړی دی. دوی له حکومته په خپل ځای کې امن، د هدفي وژنو بریدونو بندول، د وسله والو ويستل او د پرمختيايي کارونو ترسره کول غواړي.

حکومت وعدې کوي خو‌ پوره کوي یې نه
وزیري

د جرګې یو ګډونوال لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل چې حکومت دوه ځله له دوی سره وعدې کړې او دوی پرلتونه ختم کړي وو خو د هغه په وينا په وعدو عمل ونه شو نو ځکه دوی بيا احتجاج کولو ته مجبوره شول.

وزیري زیاته کړه، حکومت دې "امن بحال کړي. اوس هم په جانيخېلو کې وسله وال کسان راځي چې خلک یې ويرولي دي. بل وزیراعلی موږ سره وعده کړې وه چې ترقیاتي پيکيج به درکوم خو تر اوسه یې نه دې راکړی."

د جانيخېلو جرګې حکومت ته د نومبر تر ۱۵مې وخت ورکړی چې غوښتنې یې پوره کړي او وزیراعلی سره دې یې ملاقات وشي. د دوی په خبره که داسې ونه شول نو د وزیراعلی د دفتر مخې ته به مظاهرې کوي.

جانیخېلو د روان کال په مارچ کې د څلور زلمیو د مړو تر میندل کېدو وروسته اته ورځې او د یو قبایلي مشر تر وژل کېدو وروسته ۲۸ ورځې پرلت وهلی وو.

د ټرانسپورټ صوبايي وزیر ملک شاه محمد وزیر وايي، حکومت له جانیخېلو سره د پرلتونو پر مهال پر کړو ژمنو ولاړ دی خو د ده په وینا، پوره کېده به یې وخت اخلي. نوموړي د نومبر په ۱۳مه مشال رېډيو ته وويل چې د خلکو ستونزې به حل او غوښتنې به پوره کېږي.

XS
SM
MD
LG