د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځونیخېلو بیا د پرلت وهلو دړکه کړې


د بنو ځونیخېلو کې د ملک نصیب خان د وژنې ضد پرلت: ۲۰۲۱، ۱۵م جون
د بنو ځونیخېلو کې د ملک نصیب خان د وژنې ضد پرلت: ۲۰۲۱، ۱۵م جون

د ځونیخېلو مشران وايي، که حکومت یې د اکتوبر تر پینځمې غوښتنې ونه منلې نو یو وارې به بیا احتجاجي پرلت پیلوي.

د ځونیخېلو یو مشر ملک بلقیاس د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال رېډیو ته وویل، چې حکومت له دوی سره په مارچ او جولای کې د امن لپاره په معاهده کې کړې ژمنې لا تراوسه نه دي پوره کړي. نوموړي زیاته کړه چې دوی به د راتلونکي احتجاج په اړه د سېپټېمبر پر ۲۷مه په بنو جرګه هال کې د اتمانزو، احمدزو او ځونیخېلو ترمینځ جرګه کوي.

((موږ ځونیخېل قام فیصله وکړه چې احمدزو او اتمانزو ته به دا فریاد کوو چې دهرنه به جوړوو. وزیراعلا او اتمانزو او احمدزو سره په غونډو کې پرېکړې لا نه دې عملي شوې.))

د مارچ پر ۲۱ نېټه د بنو په ځونیخېلو کې د څلورو هلکانو مړي موندل شوي ول او له هغو وروسته ځايي خلکو پرلت پیل کړی وو. دوی له حکومته د وژونکو د ګرفتارۍ او له وسله والو څخه د سیمې د پاکولو غوښتنې کړې وې. حکومت د مارچ پر ۲۹مه د ځونیخېلو له اوسېدونکو سره موافقه وکړه او هغوی پرلت ختم کړ. بیا د مې پر ۳۰ د ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې وروسته د مې پر ۳۱مه د ځونیخېلو اوسېدونکيو پرلت ووهه او مړی یې خاورو ته نه سپارلو خو د جون پر ۲۸مه د دوی او حکومت ترمینځ مذاکرات کامیابه شول. د جولای پر نهمه بیا د ځونیخېلو مشرانو، د ګرینډ وزیر جرګې او د حکومتي غړو ترمینځ په جرګه کې د امن معاهده وشوه.

ملک بلقیاس د دې معاهدې په اړه وايي چې حکومت د وژل شوو متاثره کورنیو ته مالي معاوضې ورکړې خو باید نورې غوښتنې هم ومني.

((زموږ غوښتنې ایف ايي ار، نیټ، په درو میاشتو کې د بندیانو خوشې کول او امنیت ټینګول وو.))

د ځونیخېلو یو بل مشر رحمت الله خان وايي چې د ځونیخېلو په وړوکي او میراکي کې په تېرو لسو ورځو کې د نامعلومه وسله والو لخوا درې تنه وژل شوي او یو زخمي شوی دی. نوموړي د دې پېښو کره نیټې یادې نه کړای شوې خو زیاته یې کړه چې په ځونیخېلو کې امنیتي حالات تر اوسه خراب دي خو حکومت ورته پام نه کوي.

((په ځونیخېلو کې د ۲۰۰۹م کال راهیسي حالات خراب دي، یوه ورځ حالات ښه وي او دوه ورځې بیا خراب وي. په تېرو لسو ورځو کې دوه پېښې وشوې، له ځونیخېلو سره په وړوکي سیمه کې دوه هلکان پر موټر سایکل روان وو چې ډزې پر وشوې او ووژل شول. دا نه ده معلومه چې دا کار چا وکړ. دغسې په میراکي کې دوه روڼه په موټرسایکل روان وو چې نامعلومه کسانو پرې ډزې وکړې چې پکې یو ووژل شو او بل زخمي شو.))

د امنیتي حالاتو ښه کولو سره سره حکومت ژمنه کړې وه چې په ځونیخېلو کې به يوشمېر پرمختيايي پروژې پلي کوي.

هلته د بنو نه د صوبايي اسمبلۍ او د واکمن تحریک انصاف ګوند غړي پښتون یار خان مشال رېډیو ته وویل چې په ځونیخېلو کې ځینې کسان د امنیت خرابولو هڅه کوي خو حکومت په دې سیمه کې امن غواړي او د دې لپاره یې اقدامات پيل کړي دي.

''مخکې چې دوی دهرنا کړې وه نو وزیراعلا ورله پخپله راغلی وو او ورسره یې معاهده کړې وه.نو له دې د حکومت د دلچسپۍ پته لګي. په دې معاهده کار روان دی. وزیراعلا هم وايي چې کومې ژمنې شوي دي هغه به پوره کړو او حکومت په سیمه کې د انتظامي ډهانچې، تعلیم او صحت په برخه کې د کار لپاره مالي مرستې هم منظور کړي دي.''

دغسې د جولای پر نهمه د صوبې د ټرانسپورټ وزیر او د ځونیخېلو د احتجاجي پرلت له مشرانو سره د حکومتي جرګې مشر شاه محمد خان مشال رېډیو ته ویلي ول چې دوه اربه روپۍ د ځونیخېلو په ګډون د بنو پرمختیايي فنډ دی او دوه اربه روپۍ د شکتوی ډېم د جوړولو لپاره مختص کړل شوې دي. خو د سیمې مشران وايي، حکومت لاهم کړې وعدې نه دي پوره کړې.

XS
SM
MD
LG