د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولينډ پولې سره نېږدې پر اوکراينۍ پوځي اډې د روس په برید کې ۳۵ کسان وژل شوي


د ياوورېف د سوله ساتنې او امنیت پر نړیوال مرکز تر روسي بريد وروسته يو زخمي تن وړل کيږي
د ياوورېف د سوله ساتنې او امنیت پر نړیوال مرکز تر روسي بريد وروسته يو زخمي تن وړل کيږي

په اوکراين کې د پولينډ پولې ته نېږدې پر یوې پوځي اډې د روسيو ځواکونو په هوايي بريد کې ۳۵ کسان وژل شوي او تر ۱۳۰ زیات ژوبل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراين په نورو ځايونو کې روسيو ځواکونو ولسي ځايونه په نښه کړي دي.

د ياوورېف د سوله ساتنې او امنیت نړیوال مرکز د اوکراين په لویديځ کې د پولینډ له پولې څخه ۲۵ کېلومیټره لیرې پروت دی او دا د اوکراین يو له لويو پوځي اډو څخه ده. په هغه ځای کې اوکراين د ناټو اېتلاف له غړو هېوادونو سره په ګډه پوځي مشقونه کوي.

سيمه یيز ګورنر مکسيم کوزېڅکي ويلي دي چې روسيو الوتکو د مارچ پر ۱۳مه شاوخوا ۳۰ توغندي ويشتلي چې ځینې یې دوی هدف ته تر رسېدو مخکې تباه کړل.

په همدې حال کې د اوکراين په لويديځ کې د ايوانوـ فرانکېفسک ښاروال ويلي دي چې د روسيې ځواکونو د ښار هوايي ډګر په نښه کړی دی. ښاروال روسلان مارڅينکېف پر فېسبوک پاڼه ليکلي دي چې له لومړنيو معلوماتو سره سم، په هوايي ډګر کې د اتوار پر سهار د چاودنو لامل برید وو. بلخوا د سرښار کییف په شاوخوا او د اوکراین په یو شمېر نورو مهمو ښارونو کې جګړه زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپلو اروپايي سیالانو سره د خبرو پر مهال په اوکراین کې د خپلې بې له کومې پارونې جګړې ختمولو په اړه لېوالتیا نه ده ښوولې.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل میکرون او د جرمني وزیراعظم اولاف شولڅ د مارچ پر ۱۲ مه له پوتین سره په ګډه ټېلېفوني خبرې وکړې چې پکې یې پر نوموړي د جنګ درولو او سمدستي اوربند ته په رضا کېدو ټینګار وکړ.

د ولسمشر میکرون دفتر ویلي چې پوتین په اوکراین کې د جګړې ختمولو "هېڅ اراده" څرګنده نه کړه. د فرانسې د ولسمشر دفتر همداراز ویلي، میکرون په ټېلېفوني خبرو کې پر پوتین تور ولګاوه چې پر اوکرایني ځواکونو یې په دراوغه د بشري حقونو د سرغړونو الزامونه لګولي دي.

روسیې د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراین یرغل وکړ چې پکې تر اوسه په سلګونو خلک وژل شوي او په لکونو نور ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.

په عین وخت کې اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي هم له میکرون او شولڅ سره ټېلېفوني خبرې کړې دي. زېلېنسکي په خپلو خبرو کې د "ولسي وګړو پروړاندې د روسیې د جنایتونو" پوښتنه راپورته کړه. درېواړه مشران له مسکو سره د سولې پر هیلو هم وغږېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG