د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين جګړه: د امريکا بهرنيو چارو وزیر د اروپا سفر پیلوي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن: عکس له ارشېفه
د امريکا د بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن: عکس له ارشېفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د مارچ پر درېيمه د اروپا د سفر په لړ کې برسلز ته روانېږي.

د نوموړي د دې سفر موخه د اوکراین لپاره د واشنګټن ملا تړ بیا تایدول دي.

بلېنکن د مارچ پر دوېيمه د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې په اوکراین د روسیې د برید انساني زیانونه وار له مخه "حیرانونکي" دي.

هغه زیاته کړه چې د (روسیې) "د ناببره او غیرعادلانه جنګ" پر وړاندی د اوکراین د ولس زړه ورتیا نړۍ ته الهام ورکوي. تر دې وړاندی چې کله ملګرو ملتونو د مارچ پر دوېیمه د روسیې پر ضد پرېکړه ليک ومانه، نو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل ، د قرارداد منل ښيي چې نړیواله ټولنه د "روسیې له خوا د یو بل هیواد د پولو بدلولو د بې پرواه هڅو " پر وړاندی ولاړه ده.

نوموړي دا هم وویل چې امریکا به په اوکراین کې اوربند ته د رسېدو او د روسي ځواکونو د وتلو لپاره دکییف د سفارتي هڅو مرسته کوي.

بلینکن به د اورپايي ټولنې او ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره د خبرو اترو لپاره د مارچ پر درېيمه برسلز ته روان شي. له دې وروستو به پولینډ ، مالدووا ، او بالټک هیوادونو ته سفر کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG