د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سفارت: له اوکراينه ۲۰۰۰ افغانان پولېنډ ته رسېدلي


د جګړې له کبله تر اوسه پورې يو مليونون اوکرينيان کډه شوي دي. عکس له ارشېفه
د جګړې له کبله تر اوسه پورې يو مليونون اوکرينيان کډه شوي دي. عکس له ارشېفه

په پولېنډ کې د افغانستان سفارت ویلي تر دې دمه ۲۰۰۰ افغانان له اوکراینه دغه هېواد ته رسیدلي دي.

دا خبره سفارت د مارچ پر درېيمه پر فېسبوک پاڼه ليکلې ده. بل خوا د پولېنډ د لومړي وزير دفتر ویلي چې د افغانانو په ګډون د نړۍ د ټولو هېوادونو هغو وګړيو ته چې د اوکراین له جګړې تښتېدلي، ښه راغلاست وايي.

پر پولېنډ سربېره ګڼ افغانان د اوکرایین نورو ګاونډیو هېوادونو سلوواکيه، رومانیا او هنګري ته هم تللي.

پر اوکرایین د روسیې جګړه نن (مارچ درېيمه) اتمه ورځ ده او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) مشر فليپو ګراندي پر ټويټر ليکلي ول چې د جګړې له کبله يو مليون کسان ګاونډي هېوادونو ته کډه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د هغو ملیونونو کسانو لپاره چې په اوکراين دننه دي، د بشري مرستو رسولو لپاره بايد جګړه ودرېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG