د لاسرسي ځای

تازه خبر

دره ادم خېلو کې ۱۰ نوماندانو له بلدیاتي انتخاباتو پرېکون اعلان کړ


د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شو.
د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شو.

د کواټ ضلعې له دره ادم خېله د تحصيل ښاروالۍ څوکۍ لپاره ۱۰ اميدوارانو له بلدياتي انتخاباتو پرېکون اعلان کړی.

په دوی کې د واکمن تحريک انصاف ګوند په ګډون د جمعيت علمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، پاکستان پيپلز ګوند او پاکستان مسلم ليګ (ن) نوماندان هم شامل دي.

نوماندانو دا اقدام پر داسې مهال کړی دی چې ټاکل شوې د فبرورۍ پر ۱۳مه په دره کې بلدیاتي انتخابات وشي.

دوی په خپل درخواست کې ويلي چې په دره ادم خېلو کې د ټاکنو لپاره حالات سم نه دي، او کمېشن د دوباره انتخاباتو نېټه دومره لنډه ټاکلې چې اميدواران خلکو سره د مشورې او د ووټ غوښتو وخت هم نه لري.

د تحریک انصاف نوماند حاجي سيف الرحمان د فبرورۍ پر ۱۱مه مشال رېډيو ته وويل، د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د انتخاباتو د لومړي پړاو پرمهال مظاهره چیان وروتلي ول او تر اوسه په سیمه کې د ټاکنو لپاره حالات برابر نه دي.

پر هغه ورځ په خیبر پښتونخوا د پخوانيو قبایلي سیمو د ګډولو مخالفو پارېدلو کسانو د رایې اچونې ۱۰ مرکزونه سوځولي ول چې له کبله یې هلته انتخابات لغوه شول. دره ادم خېل تر انضمام وړاندې د نیمه قبایلي سیمې برخه وه. قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په اساسي قانون کې د بدلون له لارې په خیبر پښتونخوا کې شاملې شوې وې.

د دره ادم خېل چارواکو هغه مهال ویلي ول چې د تاوتریخوالي په تور یې تر ۶۰ زیاتو مشکوکو کسانو پرضد مقدمې دایرې کړې وې.

د هغې مظاهرې مشري د فاټا قامي جرګې په نوم یوه سازمان کوله. د هغې جرګې یو مخکښ مشر شاکر ادم خېل د فبرورۍ پر ۱۱مه مشال رېډیو ته وویل، د تشدد ملګرتیا نه کوي خو په صوبه د قبایلو د ورګډولو په ترڅ کې د حکومت د هر ګام مخالفت کول خپل اییني حق بولي.

خو انتظامیه د نوماندانو اندېښنې ردوي او وايي، د فبرورۍ پر ۱۳مه بلدیاتي انتخابات کوي. د انتظامیې په وینا، د انتخاباتي کمېشن چارواکي سیمې ته رسېدلي دي او ټولې ادارې انتخاباتو ته چمتو دي.

البته د تحصیل مرستیال کمېشنر او رېټرنېنګ افسر یونس خان ویلي دي چې د نوماندانو درخواست یې اړونده چارواکو ته استولی دی.

د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د درو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۷ ضلعو کې د انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شوی وو او ټاکل شوې چې دمارچ پر ۳۱مه د څلور قبایلي سیمو په ګډون په پاتې ۱۸ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو ترسره شي.

XS
SM
MD
LG