د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا الېکشن کمېشن د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو نوې نېټه اعلان کړه


د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو د ډېسېمبر پر ۱۹مه ترسره شوی وو.
د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو د ډېسېمبر پر ۱۹مه ترسره شوی وو.

د پاکستان الېکشن کمېشن وايې په خېبرپښتونخوا کې به د بلدياتي انتخاباتو دویم پړاو د مارچ پر ۳۱مه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمېشن مخکې د ټاکنو لپاره د مارچ ۲۷مه نېټه اعلان کړې وه.

په خیبر پښتونخوا کې د کمېشن ویاند سهېل احمد د فبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل، دا پرېکړه یې د سپریم کورټ له امر سره سم کړې ده. "سپریم کورټ د پېښور های کورټ د اېبټ اباد څانګې فیصله معطله کړې ده او الېکشن کمېشن د سپریم کورټ د مختصرې فیصلې په رڼا کې شیډیول ته [بیا کتنه] وکړه" او نوې نېټه یې اعلان کړه.

د پاکستان سپریم کورټ د فبرورۍ پر نهمه د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي انتخاباتو د دویم پړاو ځنډولو په اړه د پېښور های کورټ د اېبټ اباد څانګې فیصله وځنډوله.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د عدالت د اېبټ اباد څانګې د صوبې په پینځو ضلعو کې د موسم د یخوالي له وجې انتخابات ځنډولي ول. عدالت ویلي ول چې امکان دی چې په مارچ کې د واورې ورېدو له وجې په یوشمېر ضلعو کې انتخابات شوني نه وي نو ځکه دا فیصله کوي.

عدالت دا پرېکړه د هغو درخواستونو د اورېدنې پروخت کړې وه چې د اېبټ اباد په ګډون د خیبر پښتونخوا د یخو سیمو یوشمېر نوماندانو دایر کړي ول.

د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د درو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۷ ضلعو کې د انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شوی وو او ټاکل شوې چې په مارچ کې د څلور قبایلي سیمو په ګډون په ۱۸ پاتې ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو ترسره شي.

XS
SM
MD
LG