د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: د بلدیاتي ټاکنو په لړ کې د رایو شمېرل روان دي


د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې ولس د بلدیاتي انتخاباتو په لړ کې رایې واچولې.
د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې ولس د بلدیاتي انتخاباتو په لړ کې رایې واچولې.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن وايي، د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د تر سره شویو بلدیاتي انتخابات د رایو شمېرل روان دي.

د انتخاباتو کمېشن وياند سهېل احمد د ډېسېمبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې ټاکنې ښې ترسره شوې او د رايو شمېرل به هم په شفافه توګه وشي.

تر اوسه پورې، مشال راډيو ته د رسېدلو غير حتمي او غيرسرکاري نتيجو ترمخه هېڅ ګوند واضح اکثريت نه لري.

پيپلز پارټي او عوامي نېشنل ګوند په پرونيو بيانونو کې د انتخاباتو د نتيجو پر ځنډيدو نيوکې کړې دي.

د خيبرپښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې په ۹۲۲۳ پولينګ مرکزونو کې خلک د کليو او ضلعو په کچه د چارواکو ټاکلو لپاره رایې واچولې.

په دې ټاکنو کې ټول ۳۵۷۰۰ کسانو ځانونه کانديد کړي دي. د امنيت لپاره د پوليسو او ايف سي ځواکونو ۷۷۰۰ سرتيري ګمارل شوي وو

پر دې مهال په یو شمېر سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې هم رامنځ ته شوې چې له کبله یې په ځینو سیمو کې ټاکنې تر بیا ځنډول شوې دي.

په دې ۱۷ ضلعو کې یو شمېر سیمې داسې دي چې د رایو اچوونکو شمېر پکې د نورو پرتله لږ دی نو ځکه یې د حتمي پایلو راتک ژر ممکن دی خو د لویو حلقو د رایو شمېرنه ښايي وخت واخلي.

په کوهاټ کې پر شبلي فراز برید

د کوهاټ پولیس وايي چې په دره ادم خېل کې د وفاقي وزیر شبلي فراز پر موټر په برید کې د هغه ساتونکی او موټر چلوونکی ټپي شوي خو په خپله شبلي فراز ته څه زیان نه دی رسېدلی.

په کوهاټ کې د پولیسو ویاند فضل نعیم مشال راډیو ته وویل چې د ساینس او ټکنالوژۍ وفاقي وزیر شبلي فراز پر موټر هغه وخت پارېدلو کسانو د کاڼو ګزارونه وکړل چې هغه له کوهاټ څخه پېښور ته روان وو.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري هم پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی وو چې ګواکې پر شبلي فراز برید شوی دی.

د پخوانيو قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډولو مخالف دې پارېدلو کسانو تر دې وړاندې د رایو لس مرکزونه هم سوځولي وو.

دره ادم خېل تر انظام وړاندې د نیمه قبایلي سیمې برخه وه.

قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په اساسي قانون کې د بدلون له لارې په خیبر پښتونخوا کې شاملې شوې وې.

بل خوا د کوهاټ په شېخان سېمې کې هم د رایو یو مرکز مخې ته وسله والو په ډزو یو تن وژلی او دوه یې ټپي کړي دي. د پوليس وياند وايي، دا پېښه د شخصي دښمنۍ نتیجه ښکاري.

همداراز مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو ترمخه، د کوهاټ په سمريو کې ځايي مشرانو په يوه جرګه کې پرېکړه کړې چې د ښځو د رايې اچونې د مرکز د نه موجوديت له کبله به ښځې په انتخاباتو کې رايه نه اچوي.

په خیبر پښتونخوا کې د عدالت په امر دا ټاکنې پر ګوندي بنیادونو وشوې
په خیبر پښتونخوا کې د عدالت په امر دا ټاکنې پر ګوندي بنیادونو وشوې

په کرک کې مرګژوبله

د‌ خیبر پښتونخوا د کرک ضلعې په تخت نصرتي تحصيل کې د دوو نوماندانو د پلویانو ترمنځ په په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او دوه ټپي شوي دي.

پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي چې د ډزو پېښه د ياد تحصيل په خده بانډه کې په يو سکول کې شوې ده چېرې چې د نارينه او ښځو لپاره شريک پولنګ سټېشن جوړ شوی وو.

د پولیسو په وینا، تر ډزو وروسته وسله والو کسانو د ټاکنو لپاره کاروونکي صندوقونه او نور مواد هم وړي دي.

د تخت نصرتي له ټوپۍ کلي او منګر خېلو څخه هم د ګډوډۍ خبر ورکړل شوی دی.

د‌ پوليسو يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نامعلومه وسله والو د یادو سیمو د رایو له مرکزونو څخه له ووټونو ډکې بکسې او نور مواد وړي دي.

د دوی په وینا، په دې سیمو کې د رایو اچولو بهیر د ځنډ ښکار شوی دی.

په باجوړ کې مرګژوبله

په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند د غړو یو ګاډی د سړک غاړې بمي برید ښکار شوی دی چې پکې دوه کسان وژل شوي دي.

پولیسو مشال راډيو ته وويل چې د سړک غاړې دا بمي چاودنه په کمرسر کې شوې او درې کسان پکې ټپي شوي هم دي.

د عوامي نېشنل ګوند يو ځايي مشر نثار باز مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د برید قربانيان د دوی ملګري دي چې نن د بلدياتي ټاکنو په ترڅ کې يوې حلقې ته روان وو.

په خیبر کې تاویخوالی

د خیبر ضلعي د پولیسو ویاند ظهیر خان مشال راډیو ته ویلي چې هلته په بازار ذخه خیلو کې د دوو نوماندانو د ملاتړو ترمنځ نښتو او ګډوډۍ رامنځ کیدو وروسته د رایو اچولو بهیر ځنډول شوی دی.

د دوی په وینا، پر دې مهال د یوې ډلې له خوا د راکټ لانچر توغندی هم توغول شوی خو چاته یې څه زیان نه دی اړولی.

د لواړګې یا لنډي کوتل په پسید خیلو کې هم په حاجي اول خان کلي کې ګډوډي رامنځ ته شوې ده او ورسره د جمرود په سورکمر کې هم د د مختلفو امیدوارانو پلویانو ترمنځ تاو تریخوالی رامنځ ته شوی دی.

تر دې انتخاباتو یوه ورځ وړاندې په ډيره اسماعيل خان کې هم د عوامي نېشنل ګوند يو ځايي کانديد عمرخطاب شېرانی په يو هدفي بريد کې وژل شوی وو. تر اوسه چا د دې بريدونو زمه واري نه ده منلې.

په پېښور کې د دې بلدیاتي ټاکنو لپاره لګول شوي بېنرونه

په دې ټاکنو کې د نارینه تر څنګ ښځې هم په لوی شمېر نوماندې وې
په دې ټاکنو کې د نارینه تر څنګ ښځې هم په لوی شمېر نوماندې وې

په بنو کې تاوتریخوالی

بل پلو د خيبرپښتونخوا د بنو ضلعې په بکاخیل تحصیل کې بلدیاتي ټاکنې ځنډول شوې دي.

ځايي پولیسو مشال راډيو ته وويل چې هلته د ټاکنو ځنډول کېدو لاملونه، بیګا د کانديدانو ترمنځ شخړه، د انتخاباتي عملې تښتولو هڅه او د رايو بکسونه غلا کېدل دي.

په پېښور کې تاویخوالی

د انتخاباتو کمېشن د پېښور د ۲۲م نیبر هوډ کونسل د رایو پر دوو مرکزونو ټاکنې ځنډولې دي.

د انتخاباتو کمېشن ویاند سهېل احمد مشال راډيو ته وویل چې پر دې دوو مرکزونو به له سره ټاکنې کېږي.

دا له هغه وروسته ده چې د دې سیمې په قادر اباد کې د یو نوماند او د هغه د پلویانو لخوا د ووټونو بکسې ماتې کړل شوې او اچول شویو ووټونو ته زیان ورسول شو.

تر دې پېښه د انتخاباتو کمېشن له خوا ور لېږل شوي کارکوونکي تللي او د رایو اچولو بهیر درول شوی وو.

په خيبر پښتونخوا کې تېرې بلدیاتي ټاکنې په ۲۰۱۵ کال کې شوې وې. د منتخبو چارواکو د کار موده په ۲۰۱۹ کال کې پوره شوې وه او باید همدغه کال نوي انتخابات شوي وای خو حکومت ويلي چې د بلدياتي ټاکنو د قانون بدلېدو او کورونا وایرس له وجې دا ټاکنې ځنډېدلې وې.

XS
SM
MD
LG