د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن د بلدیاتي انتخاباتو ګډوډولو په تور د خیبر پښتونخوا یو وزیر نااهله کړ


د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د درو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات وشول.
د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د درو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات وشول.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټي چارو وزیر د تېر کال په ډېسېمبر کې د بلدیاتي انتخاباتو پرمهال د انتخاباتي کارکوونکو د تښتونې او د ټاکنو د سامان غلا کولو او د رایې اچونې مرکزونو د نظم خرابولو په قضیه کې د پینځو کلونو لپاره نااهله کړی دی او د صوبايي اسمبلۍ غړیتوب یې هم ورختم کړی دی.

انتخاباتي کمېشن د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه د شاه محمد وزیر زوی هم په انتخاباتو کې له برخې اخیستو نااهله کړی دی. د نوموړي زوی مامون الرشید د واکمن تحریک انصاف ګوند له لوري د بنو په بکاخېلو کې د چېرمینۍ څوکۍ ته نوماند وو.

انتخاباتي کمېشن دا فیصله د بنو د پولیسو او ضلعي انتظامیې د پلټونکې کمېټۍ تر رپورټ وروسته کړې ده.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د درو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات شوي ول. خو تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې ځینو کسانو د بنو په بکاخېلو کې د رایې اچونې د پینځو مرکزونو عملې غړي او ورسره انتخاباتي سامان وتښتول چې تور یې پر وزیر، د هغه پر زوی مامون الرشید او ورور ملک ګل باز خان پورې شول. د دې ترڅنګ پر هغو کسانو د انتخاباتي کارکوونکو د ګواښلو تور هم پورې شو.

تر هغې ګډوډۍ وروسته په بکاخېلو کې بلدیاتي انتخابات و نه شول.

د وزیر، د هغه د زوی او ورور پرضد درخواست د جمعیت علمای اسلام (ف) نوماند مامور وزیر دایر کړی وو.

په پېښور کې یوه ښځه د بلدیاتي انتخاباتو پرمهال خپله رایه کاروي - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر ۱۹مې انځور.
په پېښور کې یوه ښځه د بلدیاتي انتخاباتو پرمهال خپله رایه کاروي - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر ۱۹مې انځور.

مشال راډیو هڅه وکړه چې له شاه محمد وزیر سره خبرې وکړي، خو په رابطې ورسره و نه توانېدو. البته هغه پر خپله فېسبوک پاڼه په بیان کې لیکلي دي چې د انتخاباتي کمېشن له پرېکړې خبر شوی او پرضد به یې درخواست کوي.

د انتخاباتي کمېشن په فیصله کې راغلي چې پولیسو پر یوه انتخاباتي افسر محبت خان باندې هم مقدمه دایره کړې. کمېشن پولیسو ته امر کړی دی چې د هغه پرضد هم پلټنې ګړندۍ کړي. محبت خان لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په مارچ کې د خیبر پښتونخوا د څلور قبایلي سیمو په ګډون په ۱۸ پاتې ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو ترسره شي.

د انتخاباتي کمېشن له اعلان سره سم، په بکاخېلو کې به هم په انتخاباتو کې خلک خپلو نوماندانو ته رایې ورکوي.

XS
SM
MD
LG