د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: د بلدیاتي انتخاباتو پرمهال پنځه تنه وژل شوي


د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګه وايي، د هغې صوبې په پاتې ۱۸ ضلعو کې به انتخابات په دویم پړاو کې کېږي چې وروستۍ نېټه یې لا نه ده اعلان شوې.
د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګه وايي، د هغې صوبې په پاتې ۱۸ ضلعو کې به انتخابات په دویم پړاو کې کېږي چې وروستۍ نېټه یې لا نه ده اعلان شوې.

په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات روان دي، په کرک، باجوړ او خیبر کې د ناامنیو په پېښو کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي.

په کرک کې مرګژوبله

د‌ خیبر پښتونخوا د کرک ضلعې په تخت نصرتي تحصيل کې د دوو نوماندانو د پلویانو ترمنځ په په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او دوه ټپي شوي دي.

پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي چې د ډزو پېښه د ياد تحصيل په خده بانډه کې په يو سکول کې شوې ده چېرې چې د نارينه او ښځو لپاره شريک پولنګ سټېشن جوړ شوی وو.

د پولیسو په وینا، تر ډزو وروسته وسله والو کسانو د ټاکنو لپاره کاروونکي صندوقونه او نور مواد هم وړي دي.

د تخت نصرتي له ټوپۍ کلي او منګر خېلو څخه هم د ګډوډۍ خبر ورکړل شوی دی.

د‌ وليسو يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نامعلومه وسله والو د یادو سیمو د رایو له مرکزونو څخه له ووټونو ډکې بکسې او نور مواد وړي دي.

د دوی په وینا، په دې سیمو کې د رایو اچولو بهیر د ځنډ ښکار شوی دی.

په کوهاټ کې تاوتریخوالی

بل خوا د کوهاټ په شېخان سېمې کې هم د رایو یو مرکز مخې ته وسله والو په ډزو یو تن وژلی او دوه یې ټپي کړي دي. د پوليس وياند وايي، دا پېښه د شخصي دښمنۍ نتیجه ښکاري.

د کوهاټ په دره ادم خېلو کې د "انظمام" پرضد پارېدلو کسانو لږترلږه د رایو لسو مرکزونو ته اور اچولی دی.

همداراز مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو ترمخه، د کوهاټ په سمريو کې ځايي مشرانو په يوه جرګه کې پرېکړه کړې چې د ښځو د رايې اچونې د مرکز د نه موجوديت له کبله به ښځې په انتخاباتو کې رايه نه اچوي.

په باجوړ کې مرګژوبله

په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند د غړو یو ګاډی د سړک غاړې بمي برید ښکار شوی دی چې پکې دوه کسان وژل شوي دي.

پولیسو مشال راډيو ته وويل چې د سړک غاړې دا بمي چاودنه په کمرسر کې شوې او درې کسان پکې ټپي شوي هم دي.

د عوامي نېشنل ګوند يو ځايي مشر نثار باز مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د برید قربانيان د دوی ملګري دي چې نن د بلدياتي ټاکنو په ترڅ کې يوې حلقې ته روان وو.

په خیبر کې تاویخوالی

د خیبر ضلعي د پولیسو ویاند ظهیر خان مشال راډیو ته ویلي چې هلته په بازار ذخه خیلو کې د دوو نوماندانو د ملاتړو ترمنځ نښتو او ګډوډۍ رامنځ کیدو وروسته د رایو اچولو بهیر ځنډول شوی دی.

د دوی په وینا، پر دې مهال د یوې ډلې له خوا د راکټ لانچر توغندی هم توغول شوی خو چاته یې څه زیان نه دی اړولی.

د لواړګې یا لنډي کوتل په پسید خیلو کې هم په حاجي اول خان کلي کې ګډوډي رامنځ ته شوې ده او ورسره د جمرود په سورکمر کې هم د د مختلفو امیدوارانو پلویانو ترمنځ تاو تریخوالی رامنځ ته شوی دی.

تر دې انتخاباتو یوه ورځ وړاندې په ډيره اسماعيل خان کې هم د عوامي نېشنل ګوند يو ځايي کانديد عمرخطاب شېرانی په يو هدفي بريد کې وژل شوی وو. تر اوسه چا د دې بريدونو زمه واري نه ده منلې.

په پېښور کې د دې بلدیاتي ټاکنو لپاره لګول شوي بېنرونه
په پېښور کې د دې بلدیاتي ټاکنو لپاره لګول شوي بېنرونه

په بنو کې تاوتریخوالی

بل پلو د خيبرپښتونخوا د بنو ضلعې په بکاخیل تحصیل کې بلدیاتي ټاکنې ځنډول شوې دي.

ځايي پولیسو مشال راډيو ته وويل چې هلته د ټاکنو ځنډول کېدو لاملونه، بیګا د کانديدانو ترمنځ شخړه، د انتخاباتي عملې تښتولو هڅه او د رايو بکسونه غلا کېدل دي.

په پېښور کې تاویخوالی

د انتخاباتو کمېشن د پېښور د ۲۲م نیبر هوډ کونسل د رایو پر دوو مرکزونو ټاکنې ځنډولې دي.

د انتخاباتو کمېشن ویاند سهېل احمد مشال راډيو ته وویل چې پر دې دوو مرکزونو به له سره ټاکنې کېږي.

دا له هغه وروسته ده چې د دې سیمې په قادر اباد کې د یو نوماند او د هغه د پلویانو لخوا د ووټونو بکسې ماتې کړل شوې او اچول شویو ووټونو ته زیان ورسول شو.

تر دې پېښه د انتخاباتو کمېشن له خوا ور لېږل شوي کارکوونکي تللي او د رایو اچولو بهیر درول شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتي کمېشن په وینا، درو قبایلي ضلعو په ګډون د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي ادارو د څوکیو لپاره د رایو اچول د ډېسېمبر ۱۹مې پر سهار اتو بجو پیل شوي دي چې دا بهیر به بې له ځنډه تر ماښام پینځو بجو پورې روان وي.

په خيبر پښتونخوا کې تېرې بلدیاتي ټاکنې په ۲۰۱۵ کال کې شوې وې. د منتخبو چارواکو د کار موده په ۲۰۱۹ کال کې پوره شوې وه او باید همدغه کال نوي انتخابات شوي وای خو حکومت ويلي چې د بلدياتي ټاکنو د قانون بدلېدو او کورونا وایرس له وجې دا ټاکنې ځنډېدلې وي.

په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې هلته د ټیټې سطحې حکومتي ادارو لپاره انتخابات کېږي. تر دې مخکې، په ۲۰۱۹ز کال کې د اووه واړه قبایلي ضلعو او د شپږو نیمه قبایلي ضلعو خلکو د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ته خپل استازي منتخب کړل. په هغې صوبې تر ګډېدو مخکې د قبایلي سیمو خلکو یوازې د پاکستان د قامي اسمبلۍ لپاره خپل استازي ټاکل او په سېنېټ کې یې ځانګړې څوکۍ لرلې.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګه وايي، د هغې صوبې په پاتې ۱۸ ضلعو کې به انتخابات په دویم پړاو کې کېږي چې وروستۍ نېټه یې لا نه ده اعلان شوې.

په بونېر کې خلک د رایې اچولو لپاره انتظار کوي
په بونېر کې خلک د رایې اچولو لپاره انتظار کوي

په لومړي پړاو کې په پېښور، مردان، بونېر، صوابۍ، نوښار، کواټ، ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، ټانک، هريپور، چارسده، هنګو، لکي مروت، مومند، باجوړ او خيبر کې بلدیاتي انتخابات کېږي چې پکې به د تحصیلونو، کلیو، چم ګاونډونو شوراګانو او ښاروالیو او همداراز د ښځو، کروندګرو، ځوانانو او لږکیو استازي منتخبېږي.

د خيبر پښتونخوا د الېکشن کمېشن وياند سهيل احمد د ډېسېمبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې په ۱۷ ضلعو کې د بلدياتي انتخاباتو لپاره د رایې اچونې ۹۲۲۳ مرکزونه جوړ شوي دي.

نوموړی وايي، د امنیت له پلوه، "۲۵۰۷ مرکزونه ډېر حساس او ۴۰۸۸ لږ حساس دي. په مومندو قبايلي ضلع کې ۵۸ او په باجوړ کې له ۲۰۰ زیات پولېنګ مرکزونه زيات حساس دي."

د ده په وینا، د وېلج کونسل (کلیوالو شوراګانو) د څوکیو لپاره د کانديدانو شمېر ۱۹۲۸۵ دی او د ښځو ځانګړو څوکیو ته ۳۸۷۰ ښځو ځانونه نوماند کړي دي. همداراز، د مزدور کسان څوکيو لپاره ۷۴۲۸، د ځوانانو د څوکيو لپاره ۶۰۱۱ او د مذهبي لږکيو د څوکيو لپاره ۲۹۳ اميدواران په ميدان کې دي. د صوبايي الېکشن کمېشن په وینا، په دې توګه د ټولو نوماندانو شمېر ۳۵۷۰۰ دی.

په خیبر کې خلک د رایې اچولو لپاره په قطار کې ولاړ دي
په خیبر کې خلک د رایې اچولو لپاره په قطار کې ولاړ دي

د الېکشن کمېشن له شمېرو سره سم، په ۱۷ ضلعو کې ټول ۱۲۶۶۸۰۰۰ رجسټرډ ووټران چې پکې د سړیو شمېر تر ۷۰ لکه زیات دی او د ښځو شمېر څه د پاسه ۵۰ لکه دی. د پاکستان له انتخاباتي قانون سره سم، په هره حلقه کې یا د هرې څوکۍ لپاره باید په ټولو کارول شویو رایو کې لږ تر لږه ۱۰ فیصده ښځو ووټرانو اچولې وي.

په ۲۰۰۸ز کال کې پخواني ولسمشر اصف علي زرداري صوبو ته د بلدیاتي انتخاباتو کولو واک ورکړ. تر دې وروسته د بلوچستان اسمبلۍ په ۲۰۱۰ز، او پاتې درو صوبو په ۲۰۱۳ز کال کې د ټیټې سطحې د حکومتونو جوړولو لپاره قوانین منظور کړل.

په خيبر پښتونخوا کې په ۲۰۱۵ز کال کې بلدیاتي انتخابات شوي ول او د مقامي حکومتونه جوړ شول چې قانوني موده یې په ۲۰۱۹ز کال کې پوره شوه.

له قانون سره سم، باید د بلدیاتي ادارو د وخت تر پوره کېدو وروسته په درو میاشتو کې انتخابات شوي وای خو صوبايي حکومت په انتخاباتي قانون کې د بدلون او بیا په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې ټاکنې وځنډولې.

XS
SM
MD
LG