د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبرپښتونخوا بلدياتي انتخابات: راتلونکې اوونۍ د ۱۸۰۰۰ برياليو نوماندانو نومونه اعلانيږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا د انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي، راتلونکې اوونۍ به د بلدیاتي ټاکنو د لومړۍ مرحلې د کامیابو نوماندانو سرکاري اعلامیه جاري کوي.

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د ۲۰۲۱ کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه بلدیاتي انتخابات شوي وو. د خیبر پښتونخوا د انتخاباتو د کمېشن ویاند سهیل احمد د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، د بلدیاتي انتخاباتو د لومړي پړاو د نتایجو د ځنډېدو لامل دا دی چې هغوی ډېر په احتیاط نتیجې ترتیبوي.

نوموړی وايي:

"امکان دا دی چې سرکاري اعلامیه به راتلونکې اوونۍ کې جاري کړل شي، دا مهال اعلامیه په وروستیو مراحلو کې ده او په اسلام اباد کې د انتخاباتو د کمېشن د مرکزي دفتر نه به خپرېږي. دا چې موږ د څه د پاسه ۱۸ زرو کامیابو امیدوارانو نومونه اعلانوو نو وخت پکې خامخا لګېږي ځکه چې په احتیاط کار کوو چې کومه غلطي ونه شي."

سهیل احمد وايي، کله چې سرکاري اعلامیه خپره شي نو د بلدیاتو محکمه به د کامیابو امیدوارانو نه سوګند واخلي او بیا به دغه کسان خپل کار پیلوي.

د پېښور سټي کونسل د ښاروال په څوکۍ د غیر حتمي او غیر رسمي نتیجو له مخې کامیاب شوی امیدوار زبیر علي وايي، تر اوسه ورسره د بلدیاتو صوبايي وزارت هېڅ قسمه اړیکه نه ده نیولې. هغه د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، یادې ادارې ته پکار وو چې کامیابو شویو امیدوارانو سره یې اړیکه نیولې وای.

هغه وايي:

"صوبايي او مرکزي حکومت د کامیابو امیدوارانو سره د اړیکو په نه نیولو د تنګ نظرۍ مظاهره کړې ده. اصولا هغوی د سرکاري نوټیفیکیشن له اعلانیدو وړاندې هم باید د نویو منتخب شویو کسانو سره خبرې وکړي او هغوی له حکومتي چارو خبر کړي او یوه کاري اړیکه جوړه کړي."

خو د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو وزیر فیصل امین خان د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، د مقامي حکومتونو منتخب غړي د جمهوري نظام برخه دي خو له سرکاري اعلامیې وړاندې هغوی په کوم حیثیت ورسره اړیکه ونیسی؟

هغه وايي:

"تر څو چې سرکاري اعلامیه مخې ته نه وي راغلې، نو موږ ته به څنګه معلومېږي چې څوک منتخب شوی؟ موږ د نویو منتخب شوو کسانو د روزنې لپاره هم پلان لرو خو د رسمي اعلامیې مخې ته راتلو ته ایسار یو."

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د ۲۰۲۱ کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه بلدیاتي انتخاباتو کې د غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو له مخې واکمن تحریک انصاف ګوند وروسته پاتې شوی او د اپوزیشن ګوندونو او ازادو کاندیدانو ترې میدان وړی دی.

د خیبر پښتونخوا په نورو ۱۸ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات د مارچ په ۲۷مه نېټه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG