د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن: پوځ به د خیبر پښتونخوا بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو امنیت ساتي


د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې پولیسو د امنیت چارې پرمخ وړې.
د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې پولیسو د امنیت چارې پرمخ وړې.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو د امنیت لپاره د پوځي سرتېرو ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې ده.

کمېشن د جنورۍ پر پینځمه په بیان کې ویلي چې پوځیان به د رایې اچونې له مرکزونو سره نېږدې له پولیس سرتېرو سره یوځای ولاړ وي.

په بیان کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د بلدیاتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی وو نو ځکه یې د پوځ ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې.

صوبايي حکومت د انتخاباتي کمېشن د څرګندونو او پرېکړې په اړه څه نه دي ويلي.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا له ۱۷ څخه په درو ضلعو کې د تاوتریخوالي له یوشمېر پېښو پرته له نورو سیمو څخه د ناامنیو رپورټونه نه ول راغلي. هغه ورځ په کرک، باجوړ او خیبر کې د ناامنیو په پېښو کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي ول. له هغې علاوه، په کواټ کې د انتخاباتو له یوه مرکز سره نېږدې یو وسله وال برید شوی وو چې پکې یو کس وژل شوی وو. د هغو پېښو له وجې انتخاباتي کمېشن په یوشمېر ځایونو کې بیا د انتخاباتو کولو پرېکړه وکړه.

همداراز، ټاکل شوې وه چې د بلدياتي انتخاباتو دویم پړاو د روان کال د جنورۍ په نیمايي کې وشي خو د پاکستان انتخاباتو کمېشن اعلان وکړ چې اوس به یې د مارچ پر ۲۷مه کوي.

د انتخاباتي کمېشن صوبايي ویاند سهېل احمد د جنورۍ پر پینځمه مشال راډيو ته وويل چې له پاتې ۱۸ ضلعو څخه یې اکثره غرنۍ او یخې سیمې دي او خلک په واورو کې د رایو کارونو لپاره مرکزونو ته نه شي ورتللای نو ځکه انتخابات ځنډوي.

د انتخاباتو په لومړي پړاو کې خلکو د تحصیلونو، کلیو، چم ګاونډونو شوراګانو او ښاروالیو او همداراز د ښځو، کروندګرو، ځوانانو او لږکیو استازي منتخب کړل.

په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې هلته د ټیټې سطحې حکومتي ادارو لپاره انتخابات کېږي.

تر دې مخکې، په ۲۰۱۹ز کال کې د اووه واړه قبایلي ضلعو او د شپږو نیمه قبایلي ضلعو خلکو د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ته خپل استازي منتخب کړل.

په هغې صوبې تر ګډېدو مخکې د قبایلي سیمو خلکو یوازې د پاکستان د قامي اسمبلۍ لپاره خپل استازي ټاکل او په سېنېټ کې یې ځانګړې څوکۍ لرلې.

XS
SM
MD
LG