د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو کمېشن: د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ټاکنو لومړي پړاو رسمي اعلامیه راتلونکې اونۍ اعلانوو


د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د ۲۰۲۱ کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه بلدیاتي انتخابات شوي وو. په دې کې درې قبايلي ضلعې مومند، باجوړ او خيبر هم شاملې وې.
د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د ۲۰۲۱ کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه بلدیاتي انتخابات شوي وو. په دې کې درې قبايلي ضلعې مومند، باجوړ او خيبر هم شاملې وې.

د خیبر پښتونخوا د انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي، راتلونکې اوونۍ به د بلدیاتي ټاکنو د لومړي پړاو د کامیابو نوماندانو سرکاري اعلامیه جاري کوي.

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د ۲۰۲۱ کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه بلدیاتي انتخابات شوي وو. په دې کې درې قبايلي ضلعې مومند، باجوړ او خيبر هم شاملې وې.

د خیبر پښتونخوا د انتخاباتو د کمېشن ویاند سهیل احمد د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، د بلدیاتي انتخاباتو د لومړي پړاو د نتایجو د ځنډېدو لامل دا دی چې هغوی ډېر په احتیاط نتیجې ترتیبوي.

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخاباتو کې د غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو له مخې واکمن تحریک انصاف ګوند وروسته پاتې شوی او د اپوزیشن ګوندونو او ازادو کاندیدانو ترې ډېرې چوکۍ ګټلې وې.

د خیبر پښتونخوا په نورو ۱۸ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو دويم پړاو د مارچ په ۲۷مه نېټه ترسره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG