د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د انټرنېټ بحالۍ لپاره د قبایلي زده کوونکي مظاهرې


د سږني کال (۲۰۲۰) په اپرېل میاشت کې هم د جاني خېل قبایلي سیمې زده کوونکو د انټرنیټ لپاره په اسلام اباد کې لاریون کړی وو
د سږني کال (۲۰۲۰) په اپرېل میاشت کې هم د جاني خېل قبایلي سیمې زده کوونکو د انټرنیټ لپاره په اسلام اباد کې لاریون کړی وو

د قبایلي سیمو زده کوونکیو د نومبر پر۲۷مه په پېښور کې د انټرنېټ د بحالۍ لپاره مظاهره وکړه.

د ځوانانو ټولنې یوه مشر مصباح الدین مشال راډیو ته وویل، حکومت د کورونا وایرس د ټولبند له وجې په پوهنتونونو کې پرلیکه/ انلاین زده کړې پیل کړي خو دا چې په قبایلي ضلعو کې د تري جي او څلور جي ( چټک انټرنیټ) سهولت نه شته نو څه نا څه ۳۰ زره قبایلي زده کوونکي ترې بې برخې پاتې کېږي.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر شهرام خان ترکي د نومبر پر ۲۶مه په یو بیان کې ویلي، د قبایلي سیمو زده کوونکو ته به ډېر ژر د انټرنیټ سهولت ورکړل شي.

د پاکستان تعليم وزير شفقت محمود د نومبر پر ۲۳مه اعلان وکړ چې د نومبر له ۲۶مې د ډېسېمبر تر ۲۴مې به ټولې تعليمي ادارې تړل کېږي او د انټرنېټ له لارې به د زدکړو پروسه پرمخ وړل کېږي.

حکومت تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې هم په هم دې موخه تعلیمي ادارې تړلې وې چې د څو میاشتو له ځنډ وروسته په سېپټمبر کې بیا پرانېستل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG