د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو زده کوونکي فعالې تعلیمي ادارې غواړي


د قبایلي سیمو زده کوونکي د مقابلې په امتحان کې شریک دي
د قبایلي سیمو زده کوونکي د مقابلې په امتحان کې شریک دي

د قبایلي سیمو د زده کوونکو سازمان - فاټا سټوډنټس فيډريشن – د یادو سیمو د زده کوونکو ترمنځ د مقابلې د دې امتحان تابیا کړې وه.

د یاد سازمان مشرتابه ویلي چې په دې ترسره شوي امتحان کې به لومړیو لسو زده کوونکو ته وړیا یانې بې لګښته د زده کړو زمینه برابروي.

دا امتحان د پيښور په فقير اباد کې په يو شخصي کالج کې تر سره شوی چې د قبايلي سيمو تر ۵۰۰زياتو زده کونکو پکې برخه اخیستې ده.

د مقابلې په امتحان کې ناست د زياتره زده کونکو وينا وه چې که په قبايلي سيمو کې کالجونه او سکولونه ورته برابر شي نو پيښور او د ملک د نورو ښارونو پر ځاي به په خپلو سيمو کې په اسانه او کم مصرف تعليم تر لاسه کړي

د قبایلي سیمو د زده کوونکو سازمان مخکښ عيسی خان مشال راډيو ته وويل چې دوي په خپل سر د قبايلي زده کونکو د تعليم لپاره هلې ځلې کوي.

ده وویل ، "پر ۱۳م تاریخ مو هم په بريلينټ کالج کې د مقابلې امتحان کړی وو چې له مخې به یې پنځوس زده کونکو ته ويړيا زده کړې او وظيفې ورکوو خو بې وزله زده کونکي ډير دي نو په ليډز کالج کې مو هم ورته نن د ټيسټ تابيه کړې وه".

په دې امتحان کې ناست د کرمې ايجنسۍ ګل امين اپرېدی وايي تر شپږمه يې په خپل کليکې زده کړې تر لاسه کړې وې خو بيا د ناسمو حالاتو له وجې پيښور ته کډه شوی وو.

ګل امين اپرېدیوايي ، ده خو له پېښوره یې سږ کال د لسم جماعت ازموینه ورکړې او بریالی شوی دی خو د سکول زياتره ملګري يې د کډوالۍ او بې وزلۍ له کبله له تعليمه پاتې شوي دي.

دی وايي ، "ډير زده کونکي په کيمپونو کې پاتې شو ځکه چې له کورنيو سره يې په پيښور کې د اوسيدو پيسې نه وې ، نو هغوي سبقونه پرېښول ،څوک سعودي او دوبۍ ته لاړل او ځینې په مليشه او ليويز کې بهرتي شو".

د فاټا سيکټريټ د ۲۰۱۳م ۱۴م د نظرپوښتنې – سروې – له مخې په ۲۰۰۹م کال کېپه شپږم جماعت کې داخله اخيستونکي ماشومانو کې په سلو کې ۶۵ ماشومان تر لسم جماعته نه دي رسيدلي.

د مقابلې په دې امتحان کې ناست د خيبر ايجنسۍ له بر قمبرخېلو سره اړه لرونکيرضوان الله مشال راډیو ته وویل د تعليمي اسانتياو د نيشت والي له وجې په قبايلي سيمو کې ماشومان له تعليم پاتې شي.

رضوان اللهوویل ، " زه په خپله کورنۍ کې يوازېنی کس يم چې تعليم کوم نور ټول له تعليمه محرومه دي او دا ځکه چې زموږ په سيمه کې سکولونه نشته او چې کوم دي هغه هم پرایمري سکولونه دي".

د حکومتې نظرپوښتنې له مخې په ۲۰۱۴م کال کې په فاټا کې ۵۶۸۶ تعيليمي ادارې وې خو د ۲۰۱۳م او ۱۴م په تعليمي کال کې له ۵ کالو تر نهو کالو عمر لرونکي په لس لکه ۷۲ اويا زره ماشومانو کېيوازې ۴ لکه ۲۰ زره ماشومان په سکول کې داخل کړل شوي وو.

د باجوړ چارمنګ ماڼيګي عرفان الله وايي چې د کلي په سکول کې يې په لسم جماعت کې يو ځای ۲۵ زده کونکي وو خو د دومره لږ شمېر زده کونکو لپاره هم د تعليم بنيادي اسانتياوې نه وې برابرې.

عرفان الله وویل ، "زموږ په سکول کې ليبارټري نه وه نو موږ عملي تجربې نه دي کړې ، امتحان اخيستونکي ته مو وويل چې موږ ليابرټري ليدلې هم نه ده نو تا له د پوښتنو ځواب نه شو درکولای ، نو موږ سره يې ډيره ښه وکړل چې ناکام یې کړو”.

د حکومتي سروې تر مخه په قبايلي سيمو کې له نيمو زيات سکولونه داسې دي چې پکې د څښلو د اوبو ،چارديواري او تشناب اسانتيا یا نشته او هم د نیشت برابرې دي.

دا په له هغه وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا ګونر اقبال ظفر جګړا تير کال د مارچ په مياشت کې د څوکۍ تر سنبالولو وروسته په قبایلي سیمو کې د تعليمي ايمرجنسۍ اعلان کړی وو.

د ګورنر تر یاد اعلان وروسته په قبایلي سیمو کې د دې لپاره دوه کاله پرلپسې کمپاین هم وشو چې خلک دې خپل ماشومان په سکولونو کې داخل دي.

  • انځور سایز

    ځلاند یوسفزی

    ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG