د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي سيمو زده کوونکي په تعليمي ادارو کې د ځانګړو څوکيو او وظيفو بحالي غواړي


د پخوانۍ فاټا زده کوونکو تر دې وړاندې هم د خپلو حقونو لاس ته راوړو په موخه مظاهرې کړې دي.
د پخوانۍ فاټا زده کوونکو تر دې وړاندې هم د خپلو حقونو لاس ته راوړو په موخه مظاهرې کړې دي.

د قبایلي سیمو زده کوونکي وايي، حکومت د فاټا د انضمام پر مهال چې کومې ژمنې کړې وې، له هغو په شا شوی او په پوهنتونونو کې د هغوی مخصوصې څوکۍ یې کمې کړې دي.


قبایلي زده کوونکو، د اکتوبر پر ۲۹مه په پېښور پرېس کلب کې په هم دې اړه یوه خبري غونډه وکړه چې پکې یې له حکومته د هغوی د سیټونو او سکالرشپونو د بحالولو غوښتنه وکړه.

قبایلي زده کوونکي وايي، حکومت په میډیکل کالجونو او انجینیرنګ پوهنتونونو کې د هغوی ځانګړی سهم کم کړی او هغوی ته چې به د سکالرشپ په لړ کې کومې پیسې ورکول کېدې، هغه یې ودرولي چې له وجې یې د هغوی زده کړې متاثره شوې دي.

د قبایلي محصلینو د سازمان یو غړی رفیق خان چې د شمالي وزیرستان اوسیدونکی او د میډیکل کالج زده کوونکی دی، د اکتوبر پر ۲۹مه یې مشال راډیو ته وویل، د پاکستان د اعلي تحصیلاتو کمېشن (اېچ ايي سي) د بلوچستان او قبایلي ضلعو ۲۵۰ نه زیاتې مخصوصې څوکۍ ختمې کړي او تعلیمي وظایف یې هم پرې درولي دي.

نوموړی وايي، په حکومتي ژمنو سربېره د پاکستان یو پخواني سېنېټر ارواښاد عثمان خان کاکړ په دې اړه له سېنېټ نه یو قرارداد هم منظور کړی و چې دا څوکۍ او سکالرشپونه به تر ۲۰۲۲ کاله پورې پر ځای ساتل کېږي خو د هغې باوجود هم دا کار ونه شو.

یو بل زده کوونکی علي اپریدی وايي، د پاکستان هایر ایجوکیشن کمېشن وايي چې د دغو سیټونو او سکالرشپونو د پر ځای ساتلو لپاره ورسره فنډونه نشته خو که د سېنېټ قرارداد عملي شي یا د پخوانۍ فاټا د انضمام نه پس چې کومې ۱۰۰ اربه روپۍ اعلان شوې وې، وکارول شي نو دا ستونزه هوارېدلی شي.

قبایلي زده کوونکي وايي، په تعلیمي ادارو کې د هغوی ځانګړي سیټونه او سکالرشپونه د ۲۰۱۰ کال نه موجود وو او ژمنه یې تر ۲۰۲۲ کاله پورې وه خو اوس ورته دا مراعت نه ورکول کېږي.

مشال راډیو په دې اړه د حکومتي نظر اخېستو لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی له سلاکار کامران بنګش سره بار بار د اړیکې نیولو هڅه وکړه خو سمی یې ونه خوړ. خو له خیبر ضلعې نه د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپریدي د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، په دې اړه یې له اړوندو ادارو سره خبرې روانې دي او دا ستونزه به زر هواره شی.

XS
SM
MD
LG