د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست غریب خلک مرستې غواړي


په خوست کې په مزدورۍ پسې راوتي خلک: دوی وايي روزګار نشته
په خوست کې په مزدورۍ پسې راوتي خلک: دوی وايي روزګار نشته

په خوست کې بې وزله وګړي د طالبانو له حکومت او مرستندویه ټولنو غواړي چې دوی سره د خوراکې او غیر خوراکي توکو مرستې وکړي.

د جنوري په دويمه د خوست یو اوسیدونکی ګل دار خان مشال راډيو ته وویل، یو زوی يې درلود چې ښوونکی وو، هغه په حق ورسید او اوس يې کونډې او یتیمان ورپاتې دي. نوموړی وايي، دی په خپله هم معیوب او ناروغ دی، نشي کولای کار او مزدوري وکړي، نو د نورو خلکو مرستو ته سترګې غړوي.

په داسې کوټه کې اوسيږو چې د رالوېدو خطر یې دی
سلامه

ملګرو ملتونو په بیا بيا ويلي چې په افغانستان کې نيزدي ۹۰فېصده وګړي خوړو ته ضرورت لري او که مرستې ونه شي نو روان ناورین نور پسې ژورېدلی شي.

د خوست اوسیدونکې سلامې مشال راډيو ته وويل چې زوی يې نشه کوي او اوس يې د لمسیو سرپرستي د دې پر غاړه ده. ((په داسې کوټه کې اوسیږو چې په رالویدو ده. یو کوټه مو تیر کال راولویده. په دې کوټه کې هم چاودنه شوې. چې باران شي، خپل ماشومان یو بل ځای ته وړم. ۶ لمسي لرم.))

طالبانو د اګست به ۱۵مه په افغانستان کې حکومت ونيو. تر هغه وروسته اقتصاد په ټپه ولاړ او خلک بې روزګاره شوي دي. د خوست خیال محمد هم په دې وروستيو کې بې روزګاره شوی. هغه مشال راډيو ته وويل چې د کار او مزدورۍ په لټه کې دی خو نه پیدا کیږي او کورنۍ يې خوراک او پوښاک غواړي.

نوموړي له نړیوالو وغوښتل، چې افغانانو سره مرسته وکړي، ځکه ددې هېواد اوږده کلونه په جګړو کې تیرې شوي دي.

د طالبانو حکومت په نړيواله کچه په رسميت نه دی پيژندل شوي او له همدې امله چې کومې مرستې د تير جمهوري او منتخب حکومت سره کېدلې، اوس ودرېدلې دي. خو په خوست کې طالب چارواکي وايي ولایتي اداره کوښښ کوي چې د بې وزله خلکو سره د مرستو په خاطر د ملي او نړیوالو بنسټونو کمکونه راجلب کړي.

د طالبانو د حکومت د خوست ولايت د والي وياند، مولوي اخترمحمد عکرمه د جنورۍ په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې ځينې مرستې وررسېدلې چې ویش یې روان دی خو د نورو مرستو راټولولو کوښښ کوي.

XS
SM
MD
LG