د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: پر سلګونو بې وزلو د ژمنیو مرستو وېش پیل شو


چارواکي وايي، په دې برنامه کې هرې کورنۍ ته په نقدي ډول ۲۰۰ ډالر او د کمپلو په ګډون یوه اندازه ژمني توکي هم ورکول کېږي.
چارواکي وايي، په دې برنامه کې هرې کورنۍ ته په نقدي ډول ۲۰۰ ډالر او د کمپلو په ګډون یوه اندازه ژمني توکي هم ورکول کېږي.

د ډېسېمبر پر ۲۵مه د کډوالۍ نړیوال سازمان د بشري مرستو پروګرام په چوکاټ کې د خوست ۴۰۰ بې وزله کورنیو او داخلي بې ځایه شویو سره د نقدي مرستو د وېش بهیر پیل شو.

چارواکي وايي، چې په دې پروګرام کې هرې کورنۍ ته په نقدي ډول ۲۰۰ ډالر او د کمپلو په ګډون یوه اندازه ژمني توکي هم ورکول کیږي.

په خوست کې د کډوالو چارو ادارې د سیمه ییز دفتر مشر محمداسحاق افغان مشال راډیو ته وویل، په دې ولایت کې د دوی او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو لخوا ۲ زره بې وزله کورنیو ته د نقدي مرستو د وېش پروګرام موجود دی.

محمداسحاق افغان زیاته کړه: "دا پروسه الحمدالله ډېره شفافه وه، په صبریو، نادرشاه کوټ، مرکز او مندوزیو ولسوالیو کې موږه دا سروې کړې ده، موږ ډېره هڅه کړې ده چې د سیمې په کچه هغه تر ټولو غریب خلک ونیسو، دا خلک د جګړو له وجې داخلي بې ځایه شوي دي او د دې تر څنګ یو تعداد يې غریبې کورنۍ دي چې په سیمه کې اوسیږي."

د خوست هغه اوسېدونکي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا يې یادې نقدې مرستې ترلاسه کړې، خوښي څرګندوي او د ملګرو ملتونو په ګډون له نړیوالو بنسټونو څخه د مرستو د دوام غوښتنه لري.

د نادرشاه کوټ اوسېدونکي محب الرحمان د IOM موسسې څخه مننه وکړه، چې دوی سره يې په کافي اندازه مرسته وکړه.

نوموړي په راتلونکې کې هم د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه او ويې ویل نورې هم ډېرې بې وزله او بې سرپرسته کورنۍ شته، چې مرستو ته يې سترګې دي.

د خوست د ځنې خېلو اوسېدونکی رحمت خان وايي، افغانان په تېرو جګړو کې ډېر ځوریدلي، غریب دي او مرستو ته اړتیا لري. نوموړي هم په خپلو خبرو کې له نړیوالو څخه د افغانستان له خلکو سره د اوږدمهالو مرستو غوښتنه وکړه.

بل لوري ته طالب چارواکي د دې مرستو هر کلۍ کوي او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې افغانستان سره د خپلو مرستو بهیر روان وساتي.

خوست والي مولوي محمدنبي عمري وویل: "غوښتنه کوو چې له هر مسکین او بیچاره افغان وګړي ته چې په هر ځای کې وي، خصوصاً په خوست کې، هغوی ته څه نا څه که نقدي وي، که خوراکي توکي وي، که د کمبلو وي، که هره برخه کې وي، چې هغوی ته خپلې مرستې ورسوي."

سره له دې چې په ټوله کې مسوولان د مرستو د ترلاسه کوونکو په انتخاب کې د شفافیت ډاډ ورکوي، خو ځینې خلک بیا نیوکه کوي، چې له دې مرستو اصلي مستحق او بې وزله کورنۍ بې برخې پاتې کیږي.

څو ورځې د مخه د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا هم په خوست کې ۸ زره بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو بهیر پیل شوی وو.

XS
SM
MD
LG