د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې خلک د توکو بیو له لوړېدو انديښمن دي


خوستوال وايي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو نرخ په ټیټیدو سره د غلو او نورو توکو بیې له نیمايي ډېرې لوړې شوې دي. انځور- ارشیف
خوستوال وايي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو نرخ په ټیټیدو سره د غلو او نورو توکو بیې له نیمايي ډېرې لوړې شوې دي. انځور- ارشیف

د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو د بيې په لوړېدو او د افغانیو د ارزښت په بې ساري کمېدو سره د توکو بیې لوړې شوې دي.

د خوست اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې له سوداګرو، پانګوالو او له صرافانو سره په ګډه د افغانیو د نرخ د ټیکاو لپاره په یو اساسي میکانیزم کار وکړي.

دوکانداران او پانګوال وايي، دوی له بهره خوراکي او غیر خوراکي توکي په امریکايي ډالرو واردوي او بیا يې د هېواد په داخلي بازارونو کې په افغانیو پلوري.

د ډېسېمبر پر ۱۴مه د خوست یو اوسېدونکي محمد کمال مشال راډیو ته وویل، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د نرخ په ټیټېدو سره د غلو او نورو توکو بیې له نیمايي ډېرې لوړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: "ما وریژې، مۍ او غله اخیسته، دلته مو چې افغانۍ راوړې، افغانیو سر خوړلی دی، د توکیو بیې نیم په نیمه د ډالرو له لاسه پورته تللي، اوړه درې زره افغانیو ته ورسیدل، د غوړویو لس لیټره بوشکه ۲۱ سوه افغانۍ شوې ده، پرون مې یو کس ولید دوه کیلو اوړه يې اخیستي وو، نو په دې دوه کلیو اوړو به يې څه وشي؟"

بل لوري ته د خوست ښار دوکاندران وايي، د ډالرو د نرخ په لوړیدو سره دوی هم له ستونزو سره مخامخ شوي او نه شي کولای سترې سوداوې وکړي.

ده د طالبانو له حکومت وغوښتل، چې د ډالرو د نرخ د ثابت ساتلو لپاره یوه لاره جوړه کړي، تر څو دوی په ډاډ سره خپل سوداګریز کاروبار پرمخ بوځي.

یو بل دوکاندار فریدالله وايي، که چیرې د افغانیو نرخ څه نا څه ثبات پیدا کړي، د توکيو نرخونه بیرته ښه کېږي.

دوکاندار پیر نواب جان وايي، د افغانیو د نرخ بې ثباتي دوی مجبوروي چې خپل دوکانونه وتړي.

دی وايي، د افغانیو نرخ ډېر نه دی ټیټ شوی، خو د خلکو د وارخطایی دلاسه افغانۍ بې ثباته شوې ده.

د پیر نواب جان په وینا، که خلک په کور کې ۵ زره افغانۍ لري، هغه هم صرافیو ته راوړي او په بهرنیو اسعارو يې بدلوي.

د افغانیو د ثبات لارې چارې کومې دي او څنګه کیدلی شي، د خلکو سره د شته انديښنو کچه راټیټه شي؟

په خوست کې د صرافانو اتحادیې مشر نظیف الله ورین وايي، دولت، سوداګر او صرافان باید یو ځای کیني او د دې مسالې د حل لپاره یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.

ورین زیاته کړه: "له دولته مو دا غوښتنه ده چې دولت جمع سوداګر جمع صرافان دا سره کیني یو مشترک میکانیزم ورته جوړ کړي، که د دې میکانیزم له مخې پرمخ ولاړ شي، بیا به انشاالله په نرخونو کې ډېر تفاوت نه وي. "

د خوست د صرافانو د اتحادې مشر وویل، افغانستان یو وارداتي هېواد دی، صادرات يې ډېر کم دي او پخوا يې د اسعارو د ارزښت د ساتنې مهمه تکیه د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو میلیونونه ډالره مرستې وې، چې هغه مرستې اوسمهال د طالبانو له حکومت سره نه کېږي.

XS
SM
MD
LG