د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي سوداګر د زڼغوځیو د صادرولو لپاره اسانتیاوې غواړي


خوستي سوداګر د زڼغوځیو د صادرولو لپاره اسانتیاوې غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د خوست سوداګر غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې له هېواده د زڼغوځیو د برامد لارې چارې پیدا کړي. دوی وايي، که په وخت یې زڼغوځي چین، پاکستان او نورو هېوادونو ته صادر نه کړل نو خرابېږي او په مېلیونونو افغانۍ زیان به ورورسېږي. د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د هغه هېواد نړیواله سوداګري خورا زیاته اغېزمنه شوې. خو طالب چارواکي وايي، د زڼغوځیو د برامد هڅې کوي او غواړي چې د سوداګرو دا ستونزه حل کړي. د افغانستان د نهو ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، کابل او لوګر په بېلا بېلو سیمو کې د زڼغوځیو ځنګلونه هر کال حاصل ورکوي خو خوست یې د هېواد په کچه تر ټولو لوی او مرکزي بازار دی. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG