د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان بيړنيو مرسته ته اړتيا لري  


 د ملګرو ملتونه وايي، که مرستې ونه شي، نو ډېرې ناوړې پايلې به ولري. انځور- ارشیف  
 د ملګرو ملتونه وايي، که مرستې ونه شي، نو ډېرې ناوړې پايلې به ولري. انځور- ارشیف  

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ويلي چې افغانستان بيړنيو مرسته ته اړتيا لري.

د دې ادارې وياند، بابر بلوڅ د اکتوبر پر ۱۲مه په کابل کې په يوه ويډيويي کانفرنس کې ويلي چې شاوخوا درې نيم ميليونه افغانان په داسې حال کې بې کوره شوي دي چې د ژمي سخته يخني راروانه ده.

د هغه په خبره که مرستې ونه شي نو ډېرې ناوړې پايلې به ولري.

د يادونې ده چې اروپايي اتحادیې د اکتوبر پر ۱۲مه د افغانستان او ګاونډیو لپاره يې د شاوخوا یو بلین یورو مرسته اعلان کړه.

دا اعلان پر داسې مهال وشو چې طالبانو په قطر کې د اروپايي اتحادیې له چارواکو سره خپل لومړی نېغ په نېغ ملاقات وکړ.

د مرستې مقصد په هغه هېواد کې د بشري ناورین مخنیوي هڅه کول دي.

د طالبانو سختدریځه ډله دا وخت تر فشار لاندې ده چې بشري حقونو ته درناوې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG