د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبانو د افغان نجونو او ښځو په اړه شوې ژمنې ماتې کړي


هرات کې د ښوونځي یوشمېر نجونې
هرات کې د ښوونځي یوشمېر نجونې

د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري طالبان ګرم (ملامت) کړي چې له افغان نجونو او ښځو سره یې خپلې شوې ژمنې نه دي پوره کړي.

انتونیو ګویتېرېش د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه ناوخته په نیویارک کې یوې خبري غوندې ته ویلي، له افغان نجونو او ښځو سره د ژمنو ماتول، د هغوی د هیلو د نابودولو په مانا دي.

ګویتېرېش اندېښنه ښکاره کړې چې له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو کړې ژمنې تر پښو لاندې نه شي. د نوموړي په وینا له ۲۰۰۱ راهیسې درې میلیونه نجونو ښوونځیو کې نوم‌لېکنه کړې او د زده‌کړې اوسط له شپږو، لس کلونو ته لوړ شو. نجونې او ښځې باید د پاملرنې مرکز وي. د دوی زده‌کړې، کار، شتمنۍ او په وقار او له حقوقو سره ژوند به یې پرمختګ ته لار هواره کړي.

انتونیوګوترېش وايي، له افغان نجونو او ښځو سره د ژمنو ماتول، د هغوی د هیلو د له‌منځه وړلو په معنا دي.
انتونیوګوترېش وايي، له افغان نجونو او ښځو سره د ژمنو ماتول، د هغوی د هیلو د له‌منځه وړلو په معنا دي.

د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري زیاتوي، دا سازمان به د ښځو د حقونو مسله له پامه و نه غورځوي او اداره یې هره ورځ له طالبانو سره په دې اړه خبرې کوي.

ګویتېرېش پر طالبانو غږ کوي چې د نجونو او ښځو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي او په دې برخه کې د نړیوالو قوانینو له مخې، خپله چاره ترسره کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، تر اوسه د یوشمېر محدودو ادارو پرته، ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې.

ترڅنګ یې له بلخ، کندز او سرپل پرته په ټولو ولایتونو کې نجونې له شپږم ټولګې پورته او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه‌ لري.

د طالبانو دې عمل په نړیواله کچه هم پراخ غبرګونونه راپورته کړي او د دوی حکومت یې د بشر او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو پر وړاندې په بې‌ عدالتۍ تورن کړی.

فرانس: طالبان دې د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو په شرطونو پوه شي

پر طالبانو او ملاتړو دې یې بندیز ولګول شي: امریکايي سېنېټران

طالبان دې یو داسې حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان پکې ځانونه وویني: امنیت شورا

خو طالبان وايي، د یوې بنسټیزې تګلارې له جوړېډو وروسته به، نجونو او ښځو ته د زده کړې او کار اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو چنرل سېکرېټري د نوېو څرګندونو په اړه هم د طالبانو په مشرۍ سرپرست حکومت وايي، دوی په ټولو برخو کې په خپلو ژمنو ولاړ دي.

د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی هیله لري چې نړیواله ټولنه له دوی سره شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، خو کریمي دا هم وايي، افغانان حق لري چې د خپل نظام د جوړښت په اړه خپله پرېکړه وکړي.

کریمي وایي: "په دې اړه د نورو هېوادونو او سازمانونو اندېښنې ‌باید د دې لامل نه شي چې زموږ او د دوی اړیکې پیکه کړي چې دا بیا نه افغانانو او نه هم نړۍ ته ښې پایلې لرلای شي. "

د طالبانو په سرپرسته کابینه کې هېڅ یوې ښځې ته چوکۍ نه ده ورکړل شوې، داسې مهال چې د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د افغانستان د اقتصاد ۸۰ سلنه برخه په غیر رسمي ډول چلېږي چې ښځې پکې مرکزي رول لري.

د ګویتېرېش له قوله، داسې هېڅ لار نشته چې افغان اقتصاد او ټولنه د ښځو له ونډې پرته په ښه ډول فعاله شي.

د جمهوري نظام پر مهال یو ډېر شمېر ښځینه سوداګرې په وړو او لویو پانګونو سره توانېدلې وې، له ځان پرته ډېر شمېر نورو ښځو ته کار پیدا کړي، تر دې چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه یې درلوده.

خو اوس د دې ښځو له اقتصادي فعالیته کوم خبر نشته. د افغانستان د اقتصادي خوځښت په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي هم اندېښنه ښودلې او وايي، په‌کار ده داسې لارې ولټول شی چې د افغانستان اقتصاد بیا ساه واخلي، خو تر خوا یې نړیوال قوانین او اصول هم باید اغېزمن نه‌ شي.

دا چې د اقتصادي غوړېدا په نوي پړاو کې به د ښځو ونډه څومره او په کوم ځای کې وي، هغه پوښتنه ده چې نړیواله ټولنه یې له طالبانو د مثبت ځواب په هیله ده او تر ډېره دا ډول پرېکړې د دوی د مشروعیت لپاره د لار پرانیستنې په مانا بولي.

XS
SM
MD
LG