د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا مرستیالې ولسمشرې د افغان ښځو پر حالت اندېښنه ښودلې


د امریکا مرستیاله ولسمشره کاملا هیرس د وینا پرمهال - انځور له ارشیفه
د امریکا مرستیاله ولسمشره کاملا هیرس د وینا پرمهال - انځور له ارشیفه

د امریکا مرستیالې ولسمشرې، کاملا هیرس په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو سره د روان چلند په اړه اندېښنه ښودلې.

هیرس د سي‌ بي‌ اېس ټېلېوېژن سره په مرکه کې ويلي چې له افغان ښځو او نجونو ملاتړ د دوی له لومړیتوبونو دی نو ځکه طالبان څاري څو ډاډه شي چې هلته له نجونو او ښځو ملاتړ کېږي. "له طالبانو سره د هر ډول خبرو اترو په برخه کې زموږ یو له لویو مسایلو په حقیقت کې همدا ټکي دي چې د ښځو او نجونو وضعیت، له دوی سره چلند، زده‌کړو ته د دوی لاسرسی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه زموږ د اندېښنو یادونه چې موږ باید د دې په اړه څه وکړو. له همدې امله دا واقعي مسایل دي او په دې برخه کې د پوښتنې څه نه‌شته."

طالبانو څو ځل ژمنه کړې چې د ښځو د حقونو پر وړاندې به ستونزې نه‌ جوړوي خو د حکومت له پیل راهیسې یې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده‌‌کړې او کار بندیزونه لګول شوي.

که څه هم د طالبانو يو وياند بلال کريمي د دیسمبر په ۲۷مه مشال راډيو ته ويلي چې د ټولو افغانانو که نر دی که ښځې، حقونو ته احترام لري خو دوه ورځې مخکې د طالبانو حکومت امر بالمعروف وزارت د ښځو د سفر په برخه کې هم محدودیت وضع کړی دی. د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، ښځې له محرم پرته له ۴۵ میله ډېر سفر نه‌ شي کولای.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هېدر بار دا پرېکړه د افغان ښځو د زنداني کېدو په معنی بللې. هغې د فرانس ۲۴ ټيليويژن سره په خبرو کې ویلي: "دا د ښځو پر وړاندې د هغو فرصتونو مخه نیسي چې ازاد حرکت وکړي، له یوه ښار بل ته ولاړې شي، سوداګري وکړي او یا هم که چېرې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي، فرار وکړي."

XS
SM
MD
LG