د لاسرسي ځای

تازه خبر

بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د تشدد ځپلو ښځو لپاره خدماتي سیسټم له منځه تللی


مزار شریف کې د کورني تشدد ښکار یوه مېرمن په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. ۲۰۱۷ز کال
مزار شریف کې د کورني تشدد ښکار یوه مېرمن په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. ۲۰۱۷ز کال

بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې له تاوتریخوالي د اغېزمنو ښځو لپاره د ضروري خدماتو سیسټم له منځه تللی.

دغو ښځو د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل ته ویلي چې طالبانو د امن خونې بندې کړي او هغه بندیان یې له زندانونو ازاد کړي چې له ښځو سره په تاوتریخوالي تورن ول.

ایمنسټي انټرنېشنل له ۲۶ افغان مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې د تشدد قرباني مېرمنې او همداراز د امن خونو مسوولان، مدافع وکیلان، قاضیان، د اړوندو ادارو چارواکي او د ښځو د خوندیتوب په دې پروسه کې شامل کسان اوس د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د سازمان سکرتر جنرالې انګېس کالامارد ویلي دي چې په افغانستان کې د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي قرباني ښځې او نجونې اوس له پامه غورځول شوي، د خوندیتوب شبکه یې ویجاړه شوې او د دوی د امن ځایونه له منځه تللي دي.

د پخواني حکومت پرمهال هغه مېرمنې چې د تاوتریخوالي له کبله یې خپل کورونه پرېښودل، د امن په خونو کې ساتل کېدلې خو د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو د خوندیتوب دا سیسټم له منځه تللی دی.

په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، په امن خونو کې داسې ښځو او نجونو ته پناه ورکړل شوې وه چې هره شېبه د مرګ له ګواښ سره مخ وې.

سمیرا حمیدي زیاتوي: "زموږ اندېښنه دا ده چې د طالبانو له راتګ وروسته، زیانمنو شویو مېرمنو ته دا ډول امکانات او خدمات تړل شوي. په ورته وخت کې د امن خونو تړل او له تاوتریخوالي ډک ژوند ته د ښځو بیرته ستنول، دوی د مرګ له خطر سره مخامخوي چې موږ یې په اړه ډېر اندېښمن یوو. "

د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې د دې سازمان د منشي اګنس کالامار له قوله لیکل شوي: "طالبانو ټول زندانیان هم ازاد کړي او دوی د هغه ګواښونو په اړه فکر نه‌دی کړی چې قرباني شوې ښځې او مېرمنې ورسره مخامخېدونکې دي. "

له ګواښونو سره مخ یو له دغو مېرمنو چې نه‌غواړي نوم‌یې ورته د شته ګواښونو له امله راپور کې خپور شي او څه د پاسه یو کال‌یې په کابل کې د امن خونې دننه تېر کړی وايي، کورنۍ یې داسې شکنجه کوله چې مجبوره شوه هر څه پرېږدي او خپل سر خوندي کړي.

خو کله چې طالبان واکمن شول، د سرپناه دا هیله ‌یې هم له‌منځه ولاړه. اندېښمنه ده، که کورنۍ ته‌ یې په لاس ورشي، و به‌ یې وژني.

په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینره سمیرا حمیدي
په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینره سمیرا حمیدي

دا وايي: "کورنی تاوتریخوالی، ظلم، وهل ټکول، ښکنځلې، بده رویه، د سمې ډوډۍ نه‌راکول، زما لباسونو ته نه ‌رسیده‌ګي او په هره مسئله کې زما ملامت ګڼل، هغه لاملونه و چې زه‌یې مجبوره کړم چې کور پرېږدم او د امن خونې ته راشم. اوس چې د امن خونه کې نه ‌یم، ژوند مې خطر کې دی. زه له خپله کور راتښتېدلې یم، هغوی به مې ژوندۍ پرې نه‌ږدي. "

طالبان که څه هم د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه غبرګون نه ‌ښيي، خو وايي دوی خپلو امنیتي مسؤلانو ته دنده سپارلې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو مخنیوی او له دوی ساتنه وکړي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل: "که په دې اړه بیا هم څوک اندېښنه لري، هغوی دې مخکې له مخکې امنیتي ځواکونو سره ستونزه شریکه کړي، هغوی ته دې اطلاع ورکړي. حتماً به د دوی ستونزې ته ځان رسوي."

له ښځو سره تاوتریخوالی یوه له هغو ننګونو ده چې مخکېني حکومتونه ‌یې هم په کابو کولو کې پاتې راغلي وو.

ارشیف، کابل کې په یوه امن خونه کې مېرمنې د خامک دوزۍ پر مهال
ارشیف، کابل کې په یوه امن خونه کې مېرمنې د خامک دوزۍ پر مهال

د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې په بېړني ډول د دې خدمتونو د بیرته فعالولو مرسته وکړي او هغه کارکوونکي چې د امن خونو دننه‌ یې کار کړی او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، له افغانستان وباسي.

امنېستي انټرنشنل پر طالبانو هم غږ کوي چې له تاوتریخوالي سره د مخ کېدونکو او مخ شویو ښځو لپاره د امن خونو د بېرته پرانیستو اجازه ورکړي او دا ډاډ هم باید وي چې هلته کارکوونکي بې له کومې وېرې چارې مخ ته یوسي.

دا سازمان وايي، د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په امن خونو کې تاوتریخوالي سره مخ شویو نجونو او ښځو ته روغتیايي، رواني، وکالت او نورې اسانتیاوې چمتو وې.

دې خونو ته د مخکېني جمهوري نظام د ښځو چارو وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمېشن او روغتونونو څخه قرباني شوې مېرمنې ورپېژندل کېدې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما وايي، که څه هم دا خونې ډېرې سمبال نه ‌وې، خو بیا هم په افغانستان کې یې د زرګونه قرباني شویو ښځو خدمات وړاندې کول، هغه هېواد چې د یوناما له قوله، له هرو ۱۰ ښځو ۹ یې په یوه ډول په خپل ژوند کې تاوتریخوالی تجربه کوي.

XS
SM
MD
LG