د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرایکا پلس: طالبان دې د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو درناوی وکړي


د نومبر پر ۱۱مه نېټه په اسلام اباد کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو (ټرایکا پلس) غونډه
د نومبر پر ۱۱مه نېټه په اسلام اباد کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو (ټرایکا پلس) غونډه

د افغانستان پر حالاتو د ټرایکا پلس په نوم د ډلې د غونډې ګډونوالو له طالبانو غوښتي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي او د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو درناوی وکړي.

د نومبر پر ۱۱مه نېټه په اسلام اباد کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو د غونډې پر مهال پر طالبانو غږ وکړ چې باید ښځو او نجونو ته د تعلیم د اجازې ترڅنګ ورته په ټولو ډګرونو کې د کار کولو موقعې ورکړي. هغو هېوادونو همداراز، په افغانستان کې پر بشري بحران او اقتصادي وضعیت ژوره اندېښنه وښووله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر غونډې وروسته د ټرایکا پلس ګډه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي چې له افغان ولس سره باید مرسته وشي.

د ټرایکا پلس هېوادونو غړو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي او ملګري ملتونه وايي چې د هغه هېواد ولس د قحطۍ له خطر سره مخامخ دی.

اخوا د افغانستان لپاره د امریکا نوي ځانګړي استازي ویلي، دمګړۍ ټوله توجه په هغه هېواد کې خراب بشري وضعیت او خلکو ته د بیړنیو مرستو رسولو ته ورکوي. دا خبره ټام وېسټ د نوومبر پر ۱۱مه (پرون) په اسلام اباد کې د ټرایکا پلس تر ناستې وروسته پر ټوېټر په بیان کې کړې ده.

طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه خپل لنډمهالی حکومت جوړ کړ چې پکې شامل ټول چارواکي د هغې ډلې غړي دي او یوې ښځې ته هم پکې ځای نه دی ورکړل شوی. طالبانو همداراز، په ځینو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته په حکومتي تعلیمي ادارو کې د نجونو زده کړې درولې دي.

طالبان وايي، حکومت یې لنډمهالی دی او د نجونو د تعلیم لپاره د مناسب چاپېریال برابرولو هڅې کوي او زیاتوي چې پر ښځو یې په هېڅ څانګه کې د کار بندیز نه دی لګولی.

XS
SM
MD
LG