د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس: طالبان دې د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو په شرطونو پوه شي


د طالبانو سیاسي مشران
د طالبانو سیاسي مشران

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصادي قوتونو (جي شل) په راتلونکې سرمشریزه کې باید په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت ته واضح پیغام ورکړل شي چې د نړیوالو له خوا یې د حکومت په رسمیت پېژندل شرطونه لري چې دوی یې باید پوره کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې مکرون دغه څرګندونې د فرانسې له اینټر راډیو سره په یوه مرکه کې چې نن خپره شوې، کړي.

نوموړي ویلي، په هغو شرطونو کې چې د طالبانو مخ ته ایښودل کېږي، باید د ښځو لپاره انډول حقونه یا مساوات، د بهرنیانو له خوا د بشري فعالیتونو ته اجازه ورکول او له اسلامپاله ترهګرو ډلو سره نه همکاري شامله وي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

مکرون وویل، د ده په باور نړیوال په رسمیت پېژندل باید بیه ولري او د افغان ښځو وقار او د ښځو او سړو ترمنځ مساوات باید یو له هغو ټکو وي چې موږ پرې ټینګار کوو.

تراوسه طالبانو تر شپږم ټولګي پورې نجونو زده کوونکو ته اجازه ورکړې چې ښوونځیو ته لاړې شي، خو تر هغه پورته د لوړو زده کړو نجونو زده کوونکو پرمخ ښوونځي تړل شوي دي.

طالبانو ویلي چې په دې اړه پر یوې طرحې کار کوي. د دې ترڅنګ دغه راز ډېرې مېرمنې په ملکي ادارو کې له کار کولو منع کړای شوي دي.

د فرانسې ولسمشر د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصادي قوتونو یا جي شل ډلې سرمشریزې ته په اشاره چې د روانې میاشتې په پای کې به د ایټالیا په پلازمېنه روم کې جوړه شي، وویل، دوی به په سرمشریزه کې د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د هغه په وینا: ''موږ، اروپایان، امریکایان، چین، روسیه، د افریقا لوی قدرتونه، اسیا، پېسیفیک او لاتینه امریکا ټول باید د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه کښیږدو.''

مکرون دغه راز ویلي چې دغه شرطونه باید یوازې لویدیځ قدرتونه د طالبانو مخ ته کښینږدي بلکې دغه شرایط باید د سیمه ییزو قدرتونو لپاره هم د منلو وړ وي، هغه قدرتونه چې لازمه نه ده ارزښتونه یې په ټولو مسایلو کې د لوېدیځ له ارزښتونو سره اړخ ولګوي.

له کله چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې په نیمایي کې کابل ونیو او وروسته یې یوه سرپرسته کابینه اعلان کړه، خو تراوسه هېڅ یوه هېواد هغه په رسمیت نه ده پېژندلې.

د طالبانو له خوا په اعلان شوې کابینه کې هېڅ یوه ښځه نشته او اکثره غړي یې د دوی خپل کسان دي چې د کلونو د جګړو تجربه لري.

نړیوالو تراوسه پر دې ډېر ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت ټولشموله نه دی او د افغاني ټولنې ټول اړخونه په کې نه دي راغونډ شوي، خو طالبان وایي، دا یوه سرپرسته کابینه ده.

XS
SM
MD
LG