د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانيخېل: د دوو وسله والو ډلو ترمنځ شخړه کې څلور وسله وال وژل شوي


ځايي ولس وايي، دغلته زياتره وخت د مولوي اسحاق او د اختر محمد وسله والې ډلې تر منځ نښتې کېږي چې پر يو بل بريدونه کوي. (انځور له ارشیفه)
ځايي ولس وايي، دغلته زياتره وخت د مولوي اسحاق او د اختر محمد وسله والې ډلې تر منځ نښتې کېږي چې پر يو بل بريدونه کوي. (انځور له ارشیفه)

د خېبر پښتونخوا په جانيخېلو کې د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

يو امنيتي چارواکي چې له رسنيو سره ورته د خبرو کولو اجازه نه وه، پرون (اکتوبر نهمه) مشال راډيو ته وويل چې د اکتوبر پر نهمه له بنو سره نېږدې د پخوانۍ نيمه قبايلي سيمې جانيخېل هندي خیلو کې د مولوي اسحاق او صدر حیات وسله والو ډلو ترمنځ شخړه وشوه او پر یو بل يې بریدونه وکړل.

د نوموړي په وينا په دې نښته کې د صدر حيات ډلې دوه وسله وال ووژل شول او د مولوي اسحاق ډلې يو وسله وال ووژل شو او بل يې ژوبل شو.

خو د جانيخېلو د پوليس تاڼې يو چارواکي چې د موضوع د حساسيت له کبله يې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي نن (اکتوبر ۱۰مه) مشال راډيو ته وويل چې په پېښه کې ژوبل تن هم ساه ورکړې او دا ډول د دواړو ډلو دوه دوه وسله وال په نښته کې وژل شوي دي.

نوموړی زياتوي چې د پېښې په تړاو يې د نامعلومه کسانو پر ضد مقدمه درج کړې ده.

د جانيخېلو د ځايي ولس په وينا صدر حیات د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې سره تړاو لري او د مولوي اسحاق ډله بيا حکومت پلوه ګڼل کېږي خو حکومت او امنيتي ادارې د حکومت پلوه وسله والو ډلو په اړه تورونه ردوي.

ځايي ولس مشال راديو ته ويلي چې دغلته زياتره وخت د مولوي اسحاق او د اختر محمد وسله والې ډلې چې د تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري، تر منځ نښتې کېږي چې پر يو بل بريدونه کوي او یو بل ته مرګ ژوبله هم اړوي.

د جانيخېلو د ځايي ولس په وینا د دوی په سيمه کې وسله والې ډلې زیات فعاليتونه لري او هلته وخت په وخت عام خلک او ځايي مشران په هدفي بریدونو کی په نښه شوي دي.

بلخوا حکومت وايي چې د ټولو وسله والو ډلو پر ضد بې توپيره عمليات کوي او په سيمه کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG