د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري تحريک د ګرانۍ پرضد د مظاهرو پيلولو اعلان کړی


د پاکستان جمهوري تحريک مشر مولانا فضل الرحمن. انځور- ارشیف
د پاکستان جمهوري تحريک مشر مولانا فضل الرحمن. انځور- ارشیف

د پاکستان جمهوري تحريک مشر مولانا فضل الرحمن وايي، د ګرانۍ زیاتېدو له وجې به د اکتوبر له ۲۰مې څخه په ټول ملک کې د حکومت پرضد احتجاجونه پيلوي.

د تحريک انصاف حکومت په خلاف د اپوزیشن ګوندونو د تحريک مشر مولانا فضل الرحمان د اکتوبر پر ۱۸مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د عمران خان حکومت ناکامه شوی دی او د هغه د استعفا غوښتنه یې وکړه.

نوموړی وايي، په نننۍ غونډه کې ټولو په یوه خوله د نیب ترمیم بل مسترد کړی دی. د ده په وینا د نیب اداره د امریت له باقیاتو څخه ده او تل د اپوزیشن یا حزب اختلاف پروړاندې د سیاسي انتقام په توګه کارول شوې ده. له دې ادارې د احتساب هېڅ هیله نشته.

مولانا فضل الرحمن وویل پي ډي اېم د حکومت لخوا راوړل شوي مجوزه انتخابي اصلاحات له یوې مخې ردوي. د نوموړي د حکومت لخوا د اپوزیشن سياستوالو احتساب یوه ډرامه وبلله او زیاته یې کړه چې دا ډرامه نوره ختمه شوه او اوس به د حکومت احتساب پیلېږي.

د پي ډي اېم مشر وویل، دا وخت چې د پاکستان حکومت له ایران او افغانستان سره کومې پولې تړلې دي، له هغې څخه د پولې پورې غاړو ته ولسونه په تکلیف شوي دي نو دوی غوښتنه کوي چې پولې دې ژر تر ژره پرانیزی.

مولانا فضل الرحمان دا هم وويل چې موجوده حکومت د هېواد معيشت تباه کړی او اوس ولس د خپلې ډوډۍ لپاره فکر وړی دی او د دې زیاتېدونکی ګرانۍ خلاف د اکتوبر له ۲۰مې نېټې په ټول هېواد کې احتجاجي مظاهرې پیلوي.

خو د پاکستان د پلان وزیر اسد عمر د اکتوبر پر ۱۸مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې ګراني یوازې د پاکستان نه بلکې د کورونا وایرس له وجې د ټولې دنيا مسله ده. هغه زیاته کړه چې حکومت د بهترۍ لپاره ګامونه اخلي خو ښايي تر راتلونکې پينځوو میاشتو پورې حالت همداسې پاتې شي.

د اکتوبر پر ۱۸مه د خيبر پښتونخوا په ځينو ښارونو کې وکيلانو هم د ګرانۍ پرضد د مظاهرو په لړ کې له عدالتونو بايکاټ کړی وو او په سوات کې یې یوه لویه مظاهره وکړه.

په احتجاج کې شامل د سوات بار پخواني مشر او جج شمشېر علي له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، له حکومت سره ولس ته د اسانتيا برابرولو هېڅ تګلاره نشته.

شمشېر علي زیاتوي، "هر ۱۵ ورځې وروسته نرخونه لوړېږي، تيل ګران، بجلي ګرانه، ګيس ګران، دواياني ګرانې دي. نن د سټاک ايکچينچ اينډيکس دري دېرش فيصده کم شوی دی. د دې ترڅنګ د پیسو نړيوال صندوق ورته وايي ګراني نوره هم زياته کړه. ټيکسونه نور ولګوه، وکېلان چې نن راوتي دي. دا د تېرو حکومتونو پرضد هم راوتلي ول، کله چې هم پر ولس تکليف وي، د ملک کارونه وران شي نو وکېلان راوځي."

احتجاج کې شريک يو بل مشر وکېل اصغرخان زياتوي چې په لنډو ورځوکې د تېلو نرخونه پورته شوي دي چې ورسره بجلي، ګيس او د ژوند د ضرورت زياتره شيانو نرخونه زيات شوي ځکه یې په احتجاج لاس پورې کړی دی. "اوس چې په نېزدو کې د پيټرولو په نرخونو کې زياتوالي راغلي د خلکو له وسه خبره وتلې ده. له موږ سره بله لار نشته چې د حکومت پرضد راوځو، عامو خلکو ته هم خواست کوو چې په احتجاج راوځي. دا ستاسو ذمه واري ده چې حکومت له ظالمانه ګامونه نه ودروي."

د پاکستان عام ولس شکايت کوي چې د مهمو خوراکي توکيو بيې په پرله پسې توګه د لوړېدو په حال کې دي چې له وجې يې هغوی ته ژوند کول ګران شوي دي.

د کوزه مومندو د مېچنۍ په ظريف کورونو کې د پنکچرو په يوه دوکان کې مزدوري کوونکي ګل نبي د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، دياړي يې پر ځای ولاړه ده او د خوراکي توکيو نرخونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

''دې دوکان کې مزدوري کوم، هغه هم کله وي او کله نه وي. د ورځې شاوخوا ۵۰۰ روپۍ پيدا کوم. مياشت مخکې د اوړو تروړه په ۱۱۰۰ روپۍ وه، اوس په ۱۴۰۰ ده. د بورې د يوې دړۍ قيمت له ۴۷۰ نه ۵۸۰ ته رسېدلی. د غوړو د دوه نيمو کلو پيکټ چې په ۲۵۰ به کېده، دا وخت يې بيه ۳۰۰ ته لوړه شوې. لنډه دا چې د مزدور دياړي نه زياتېږي او د خوراکي شيانو بيې ورځ تر بلې لوړيږي.''

په خیبر پښتونخوا کې د ګرانۍ خلاف مظاهرې شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

د پاکستان مرکزي حکومت د اکتوبر پر ۱۶مه د پټرولو د في لېټر قيمت ۱۰،۴۹ او د ډيزلو هغه ۱۲،۴۴ روپۍ لوړ کړ.

اپوزيشن ګوندونه د تحريک انصاف حکومت دا اقدامات عوام دوښمنه بولي.

خو په ځواب کې يې د خيبرپښتونخوا په حکومت کې د کارګرانو او کلتور وزير شوکت يوسفزي د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، په پاکستان کې د ګرانۍ زياتېدو غټ لاملونه په نړيوال مارکيټ کې د تېلو د بيو لوړېدل او د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند د تېرو حکومتونو ناسمې اقتصادي پالېسۍ دي.

نوموړي البته زياته کړه، حکومت د مشکلاتو باوجود هڅه کوي چې د صحت، تعليم او زراعت په برخو کې ولس ته اسانتياوې برابرې کړي: ''ګراني دا وخت د ټولې نړۍ مسله ده. موږ ګورو چې په نړيوال مارکيټ کې د پټرولو او ډيزلو بيې لوړې شوې دي. همداراز خوراکي تېل په بې ساري ډول ګران شوي دي. موږ ته د بجلۍ هم ډېره لويه ستونزه جوړه ده. موږ که بجلي مصرفوو او که نه، خو ۶۰۰ اربه روپۍ کرايه به بجلي ګهرو ته ورکوو. دا مسله له تېرو حکومتونو راپاتې ده. خو د دې مشکلاتو باوجود موږ د صحت، تعليم او کسان کارډونو ترڅنګ د احساس پروګرام په صورت کې د ولس په ژوند کې اسانتياوې برابرېږي.

خو د اسلام اباد په اسلامېک يونيورسټۍ کې د اقتصادياتو استاد ډاکټر معراج الحق وايي، د تحريک انصاف حکومت د هېواد د اقتصاد رغولو خپلې ژمنې پوره نه کړای شوې.

نوموړی وېره څرګندوي چې له نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د مرکزي حکومت د روانو خبرو پايلې به د پاکستاني ولس په ستونزو کې د اضافې سبب شي.

''موږ به دا ومنو چې اوسمهال په نړيوال مارکيټ کې د تېلو بيې لوړې شوې دي. خو له هغې راهيسې چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت راغلی دی، موږ اقتصادي ترقي په سترګو نه و نه ليده. ګراني او بېروزګاري سېوا شوي. په اوس وخت کې په پاکستان کې د ايي اېم اېف پروګرام بېرته پيل شوی دی. له دې ادارې سره د پاکستان خبرې روانې دي. تر هغه ځايه چې زه معلومات لرم، حکومت ورسره منلې چې ماليه به سېوا کوي، سبسډيانې به بېرته اخلي او هم به د بجلۍ او ګيس نرخونه زياتوي. نو زه دا ويلای شم چې راتلونکی وخت به د پاکستاني ولس لپاره نور هم سخت وي.''

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دې هېواد د فايننس ډويژن په حواله ليکلي چې د حکومت او ايي اېف اېم ترمنځ د اکتوبر پر ۱۷مه په واشنګټن کې شويو خبرو کې پرمختګ شوی دی.

له يادې ادارې سره د پاکستاني حکومت دا خبرې، چې پای ته د رسېدو کومه نېټه يې نه ده ښوول شوې، د فايننس ډويژن د سېکرټري په مشرۍ روانې دي.

د پاکستان د خزانې وزير شوکت ترين د اکتوبر پر ۱۶مه په واشنګتن کې د پاکستان په سفارت کې له خبريالانو سره په خبرو کې دا تاثر رد کړ چې ګواکې پاکستان د تېلو او بجلۍ نرخونه د ايي اېم اېف په غوښتنه زياتوي.

XS
SM
MD
LG