د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوراکي توکي ګرانېږي خو د مزدور دیاړي نه زیاتېږي


پاکستان کې اوړه، وریژې او د خوړو ډېری څیزونو نرخونه زښته لوړ ختلي دي
پاکستان کې اوړه، وریژې او د خوړو ډېری څیزونو نرخونه زښته لوړ ختلي دي

د پاکستان عام ولس شکايت کوي چې د مهمو خوراکي توکيو بيې په پرله پسې توګه د لوړېدو په حال کې دي چې له وجې يې هغوی ته ژوند کول ګران شوي دي.

د کوزه مومندو د مېچنۍ په ظريف کورونو کې د پنکچرو په يوه دوکان کې مزدوري کوونکي ګل نبي د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، دياړي يې پر ځای ولاړه ده او د خوراکي توکيو نرخونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

''دې دوکان کې مزدوري کوم، هغه هم کله وي او کله نه وي. د ورځې شاوخوا ۵۰۰ روپۍ پيدا کوم. مياشت مخکې د اوړو تروړه په ۱۱۰۰ روپۍ وه، اوس په ۱۴۰۰ ده. د بورې د يوې دړۍ قيمت له ۴۷۰ نه ۵۸۰ ته رسېدلی. د غوړو د دوه نيمو کلو پيکټ چې په ۲۵۰ به کېده، دا وخت يې بيه ۳۰۰ ته لوړه شوې. لنډه دا چې د مزدور دياړي نه زياتېږي او د خوراکي شيانو بيې ورځ تر بلې لوړيږي.''

د پاکستاني ولس دې پرېشانيو ته په کتو په پاکستان جمهوري تحريک کې شاملو اپوزيشن ګوندونو د اکتوبر پر ۱۷مه د تېلو د لوړو بيیو او په ګرانۍ کې د اضافې پرضد په ټول ملک کې د احتجاجونو اعلان وکړ.

د وکيلانو اتحاديې (پاکستان بار کونسل) هم د اتوار پر ورځ په يوه بيان کې دړکه وکړه چې که حکومت د ګرانۍ قابو کولو لپاره ژر اقدامات و نه کړل نو وکيلان به په احتجاج لاس پورې کړي.

د پاکستان مرکزي حکومت د اکتوبر پر ۱۶مه د پټرولو د في لېټر قيمت ۱۰،۴۹ او د ډيزلو هغه ۱۲،۴۴ روپۍ لوړ کړ.

اپوزيشن ګوندونه د تحريک انصاف حکومت دا اقدامات عوام دوښمنه بولي.

خو په ځواب کې يې د خيبرپښتونخوا په حکومت کې د کارګرانو او کلتور وزير شوکت يوسفزي د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، په پاکستان کې د ګرانۍ زياتېدو غټ لاملونه په نړيوال مارکيټ کې د تېلو د بيو لوړېدل او د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند د تېرو حکومتونو ناسمې اقتصادي پالېسۍ دي.

نوموړي البته زياته کړه، حکومت د مشکلاتو باوجود هڅه کوي چې د صحت، تعليم او زراعت په برخو کې ولس ته اسانتياوې برابرې کړي: ''ګراني دا وخت د ټولې نړۍ مسله ده. موږ ګورو چې په نړيوال مارکيټ کې د پټرولو او ډيزلو بيې لوړې شوې دي. همداراز خوراکي تېل په بې ساري ډول ګران شوي دي. موږ ته د بجلۍ هم ډېره لويه ستونزه جوړه ده. موږ که بجلي مصرفوو او که نه، خو ۶۰۰ اربه روپۍ کرايه به بجلي ګهرو ته ورکوو. دا مسله له تېرو حکومتونو راپاتې ده. خو د دې مشکلاتو باوجود موږ د صحت، تعليم او کسان کارډونو ترڅنګ د احساس پروګرام په صورت کې د ولس په ژوند کې د اسانتياو پيدا کولو هڅې کوو.''

خو د اسلام اباد په اسلامېک يونيورسټۍ کې د اقتصادياتو استاد ډاکټر معراج الحق وايي، د تحريک انصاف حکومت د هېواد د اقتصاد رغولو خپلې ژمنې پوره نه کړای شوې.

نوموړی وېره څرګندوي چې له نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د مرکزي حکومت د روانو خبرو پايلې به د پاکستاني ولس په ستونزو کې د اضافې سبب شي.

''موږ به دا ومنو چې اوسمهال په نړيوال مارکيټ کې د تېلو بيې لوړې شوې دي. خو له هغې راهيسې چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت راغلی دی، موږ اقصادي ترقي په سترګو نه و نه ليده. ګراني او بېروزګاري سېوا شوي. په اوس وخت کې په پاکستان کې د ايي اېم اېف پروګرام بېرته پيل شوی دی. له دې ادارې سره د پاکستان خبرې روانې دي. تر هغه ځايه چې زه معلومات لرم، حکومت ورسره منلې چې ماليه به سېوا کوي، سبسډيانې به بېرته اخلي او هم به د بجلۍ او ګيس نرخونه زياتوي. نو زه دا ويلای شم چې راتلونکی وخت به د پاکستاني ولس لپاره نور هم سخت وي.''

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دې هېواد د فايننس ډويژن په حواله ليکلي چې د حکومت او ايي اېف اېم ترمنځ د اکتوبر پر ۱۷مه په واشنګټن کې شويو خبرو کې پرمختګ شوی دی.

له يادې ادارې سره د پاکستاني حکومت دا خبرې، چې پای ته د رسېدو کومه نېټه يې نه ده ښوول شوې، د فايننس ډويژن د سېکرټري په مشرۍ روانې دي.

د پاکستان د خزانې وزير شوکت ترين د اکتوبر پر ۱۶مه په واشنګتن کې د پاکستان په سفارت کې له خبريالانو سره په خبرو کې دا تاثر رد کړ چې ګواکې پاکستان د تېلو او بجلۍ نرخونه د ايي اېم اېف په غوښتنه زياتوي.

XS
SM
MD
LG