د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګرانۍ خلاف په سوات کې د وکیلانو لاریون


په سوات کې وکیلانو د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر ۱۸مه مظاهره وکړه

سوات کې وکېلانو د ګراني پرضد احتجاجي مظاهره کړي او په احتجاج کې یې له ټولو عدالتونو بايکاټ اعلان کړی دی.

دوی وايي، د موجوده حکومت اقتصادي پاليسي ناکامه شوې او د عام ولس ژوند یې په مشکل کې اچولی دی. په احتجاج کې شامل د سوات بار پخواني مشر او جج شمشېرعلي وايي له حکومت سره ولس ته د اسانتيا برابرولو هېڅ تګلاره نشته.

شمشېرعلي زیاتوي، "هر ۱۵ ورځې وروسته نرخونه لوړېږي، تيل ګران، بجلي ګرانه، ګيس ګران، دواياني ګرانې دي. نن د سټاک ايکچينچ اينډيکس دري دېرش فيصده کم شوی دی. د دې ترڅنګ د پیسو نړيوال صندوق ورته وايي ګراني نوره هم زياته کړه. ټيکسونه نور ولګوه، وکېلان چې نن راوتي دي. دا د تېرو حکومتونو پرضد هم راوتلي ول، کله چې هم پر ولس تکليف وي، د ملک کارونه وران شي نو وکېلان راوځي."

احتجاج کې شريک يو بل مشر وکېل اصغرخان زياتوي چې په لنډو ورځوکې د تېلو نرخونه پورته شوي دي چې ورسره بجلي، ګيس او د ژوند د ضرورت زياتره شيانو نرخونه زيات شوي ځکه یې په احتجاج لاس پورې کړی دی.

"اوس چې په نېزدو کې د پيټرولو په نرخونو کې زياتوالي راغلي د خلکو له وسه خبره وتلې ده. له موږ سره بله لار نشته چې د حکومت پرضد راوځو، عامو خلکو ته هم خواست کوو چې په احتجاج راوځي. دا ستاسو ذمه واري ده چې حکومت له ظالمانه ګامونه نه ودروي."

احتجاج کې شامل د سوات بار ټولنې پخواني مشر وکیل او د صوبايي اسمبلۍ مخکینی غړی ملک فدا محمد خان وايي د ټول پاکستان وکیلان به اوس په احتجاج لاس پورې کوي.

"د پاکستان تاريخ دی چې کله هم وکیلان ميدان ته راوتي دي نو بیا حکومت برقرار نه دی پاته شوی."

حکومتي چارواکي د روانې ګرانۍ او په خصوصي توګه د تېلو نرخونو په زياتوالي وايي چې په ټوله نړۍ کې یې بیې ختلې دي. په پاکستان کې بيا هم د ګاونډي هېوادنو په نسبت د تېلو نرخونه کم دي، حکومت لګیا دی اقتصادي اصلاحات کوي او ډېر زر به ولس ته ترې ګټې ورسي.

XS
SM
MD
LG