د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم: د عمران خان په حکومت کې ګراني ډېره شوې، استعفا دې ورکړي


مولانا فضل الرحمان او مريم نواز
مولانا فضل الرحمان او مريم نواز

په پاکستان کې د حکومت ضد مخالفو ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډی اېم) د تېلو په نرخونو کې پر زیاتوالي سختې نیوکې کړې دي.

د مخالفو ګوندونو تحريک پر ولس غږ کړی دی چې د اوسني حکومت ړنګولو لپاره دې په احتجاج لاس پورې کړي. دا غوښتنه د پي ډی اېم مشر مولانا فضل الرحمان د اکتوبر پر ۱۶مه د پنجاب په فیصل اباد ښار کې جلسې ته په وینا کې وکړه.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان وفاقي حکومت د اکتوبر پر ۱۶مه د یو لیټر ډیزلو په قېمت کې ۱۲ روپۍ ۴۴ پیسې او د پیټرولو په قېمت کې ۱۰ روپۍ او ۴۹ پیسې اضافه وکړه. د پاکستان د اطلاعاتو وزير مملکت فرخ حبيب د اکتوبر په ۱۶مه په فيصل اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې د حکومتي پريکړې دفاع وکړه او وي ويل چې په هېواد کې تيلو قېمتونه د نورو هېوادونو پرتله اوس هم کم دي.

خو په فيصل اباد ښار کې د جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان یوې جلسې ته په وينا کې وويل چې موجوده حکومت د هېواد معيشت تباه کړی او اوس ولس د خپلې ډوډۍ لپاره فکر وړی دی.

هغه وزيراعظم عمران ته په خطاب کې وويل، "ته د يو عذاب په صورت کې پر ولس مسلط يې. هر ورځ قېمتونه زياتيږي. زه په دې څه خبره وکړم؟ تاسو ټول ښه خبر يې. د رياستونو بقا په دوو قوتونو کې وي: يو دفاع او بل معيشت. په يو وخت کې به دفاع هېواد لپاره اړينه وه خو اوس د معيشت بغير د رياست تصور ګران دی."

مولانا فضل الرحمان وویل چې د حکومت له خوا د اپوزیشن سياستوالو احتساب ډرامه وبلله. هغه وویل چې دا نوره ختمه شوه او اوس به د حکومت احتساب شروع کېږي.

د فيصل اباد ولسي غونډې ته د پاکستان مسلم لیګ (ن) مرستیالې مشرې مریم نواز په خپله وینا کې وویل چې عمران خان به ویل چې په ملک کې ګراني راشي نو پوه شئ چې وزیراعظم غل دی. نوموړې د غونډې له ګډونوالو وپوښتل چې د دې په وینا، اوس غل څوک دی؟

مريم نواز زیاته کړه، "عمران خان يوه ژمنه پوره کړې ده. هغه به وويل چې زه به اپوزېشن په ژړا مجبوروم خو هغه ټول قام وژړولو. نن په کورونو کې ښځې، مشران، ځوانان او ماشومان ټول عمران خان ته ځولۍ غوړوي او ورته ښېرې کوي. که د بجلۍ بل پرې کوي نو د پيټرولو پيسې ورسره نه وي. که پيټرول اچوي نو د بجلۍ پيسې ورسره نه وي."

خو د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد د پي ډي اېم د نيوکو په ځواب کې د حکومتي پاليسيو دفاع وکړه. رشید د اکتوبر پر ۱۷مه، په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د پي ډي اېم فعالیتونه غیر موثره دي او دا چې د عمران خان د حکومت درې نیم کاله تېر شوي، او پاتې یو نیم کال به هم مکملوي.

د کورنیو چارو وزیر د پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو په ګډون په راولپېنډۍ کې په خپله انتخاباتي حلقه کې د پرمختیايي چارو د تکمیل مثال ورکړ او ویې ویل چې حکومت له ولس سره کړې ژمنې بشپړې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې حکومت اقتصادي مشکلات هم هواروي. "ګراني شته. خو په ټوله نړۍ کې چې د تېلو او خوړو بیې لوړې شوې نو اغېز یې پر پاکستان هم شوی دی. که خیر وو او خدای غوښتل، موږ به پوره هڅه کوو چې ګراني قابو کړو."

مخالفو سياسي ګوندونو د ۲۰۲۰ز کال د سېپټېمبر پر ۲۰ مه په اسلام اباد کې تر غونډې وروسته د پاکستان جمهوري غورځنګ په نوم د حکومت ضد اتحاد وکړ. دوی تور پورې کوي چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د پوځ په ملاتړ په درغليو واکمن شوی دی. خو حکومت او پوځ دا ردوي. د انتخاباتو کمېشن هم په بیا بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال ټاکنې شفافې او منصفانه وې.

په خیبر پښتونخوا کې د ګرانۍ خلاف مظاهرې شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

XS
SM
MD
LG