د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سوداګر: په تورخم کې د مېوو لاریو ځنډول مو تاواني کوي


د ننګرهار سوداګر وايي چې د تورخم له لارې يې پاکستان ته د تازه مېوو او سبزیجاتو ګاډي په ځند سره کتل کېږي چې له امله يې دوی ته سخت زیان رسېږي.

دوی وايي چې که په تورخم کې پاکستان غاړې ته د کسټم کارکوونکي زیات نه کړل شي او د ګاډو د اوښتلو پروسه چټکه نه کړل شي، افغان سوداګرو ته به په ميليونونو ډالر تاوان واوړي.

بلخوا طالب چارواکي وايي چې دوی به له پاکستاني چارواکو سره دا ستونزه شريکه کړي او تمه څرګندوي چې ژر به دا ستونزه هواره شي.

د ننګرهار سوداګر وايي چې په تورخم ښارګوټي کې په تازه مېوو او سبزیجاتو بار په سلګونه لارۍ په هفتو هفتو ځنډول کېږي چې له امله يې دوی له سخت زیان سره مخ شوي دي. دوی له طالب چارواکو غواړي چې له پاکستاني چارواکو سره دې دا ستونزه په لویه کچه شريکه او حل لاره ورته ولټوي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمی عظیمي وایي، ستونزه د پاکستان له اړخه ده، ځکه لاریو ته ژر د ورتګ اجازه نه ورکوي چې له امله یې مېوې او ترکاري خرابېږي او بازار کې یې ارزښت کمېږي. نوموړی وړاندې وايي:

"هره ورځ سلګونه لارۍ چې د افغان سوداګرو تازه مېوې او سبزجات په کې بار وي په تورخم کې درول کېږي او په ځنډ پاکستان ته اوړي چې له امله یې ترکاري اوتازه مېوې په خپل وخت د پېښور او پاکستان بازارونو ته نه رسیږي او خپل ارزښت له لاسه ورکوي. ډېره ستونزه د پاکستان اړخ ته ده، چې زمونږ لارۍ په ځنډ سره اړوي او له امله یې مونږ مالي زیان وینو."


د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د تورخم او نورو سوداګریزو بندرونو له لارې پاکستان ته د صادراتو په برخه کې یې د افغان سوداګرو ستونزه په څو ځلي له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې، خو تراوسه یې د حل په برخه کې هېڅ نه دي شوي.

نوموړی اندیښنه لري او وایي، که د پاکستان غاړې ته د لاریو د اوښتو پروسه ګړندۍ نشي نو افغان سودګرو ته به میلیونونه ډالر زیان ورسیږي:

"څو څو ځله موږ له پاکستاني چارواکو سره دا مشکل شريک کړی، خو تر اوسه پورې نه دی حل شوی. که دا مشکل حل نه شي، حتی دا موږ ته له ټیکسونو نه هم زیات زیان رسوي. موږ اوس هم هره ورځ په میلونونو ډالر د خالي کنټینرو او ډيمرج ورکوو."


په عین حال کې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی انعام الله سمنګانی وایي، هڅې یې پیل کړي، چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې د افغان سوداګرو ستونزې له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې یې همکاري وکړي.

دی وايي: "د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او بهرنيو چارو وزارتونو مسوولین دا موضوع د خپلو کارونو په لومړیتونو کې نیسي، له پاکستانیو مسوولینو سره خبرې وکړي او د دې موضوع حل راوباسي چې د افغان سوداګرو تازه مېوې او سبزيجات پرته له کومې موانع هغه هیواد ته ورسېږي او محصول يې هم په تخفیف سره ترسره شي."

د پاکستان حکومت تازه اعلان کړی چې له افغانستان څخه يې د مېوې په واردولو کې ۱۷سلنه ګمرکي تعرفه کمه کړې او تمه کېږي چې په دې سره به سوداګرۍ کې نوره هم پراختیا رامنځ ته شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG