د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په تعلیمي بورډونو کې د زیات نمبر وړونکو طالبعلمانو پرچې بیا-کتل کېږي


د جهانزېب کالج زده کوونکي. انځور - ارشیف
د جهانزېب کالج زده کوونکي. انځور - ارشیف

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په تعلیمي بورډونو کې تر ۱۰۹۰ څخه زیات نمبر وړونکو زده کوونکو پرچې بیا ګوري.

پر سوشل میډیا د تنقیدونو او د خلکو د سوالونو را-اوجتولو پس د تعلیم صوبايي وزیر د سېپټېمبر پر ۲۲مه یوه اعلامیه هم جاري کړې چې د بېلا بېلو ضلعو د تعلیم څانګې اتو چارواکو ته زمه واري سپارلې ده چې د زیاتو نمبرو وړونکو زده کوونکو پرچې بیا-وګوري.

په خیبر پښتونخوا کې د تعلیمې بورډونو نتیجې د سېپټېمبر پر ۱۷مه پېښور تعلیمي بورډ اعلان کړې چې پکې د لسم ټولګي درې زده کوونکو ۱۰۹۸ نمبرې اخېستې وې. خو د سېټپېمبر پر ۲۱مه د مردان تعلیمي بورډ یوې جینۍ قنديل چې د لسم ټولګي زده کوونکې وه، په مردان بورډ کې له ۱۱۰۰ نمبرو څخه ۱۱۰۰ نمبر اخېستې او په لومړی ځل له پوره نمبرو سره یې په ټول هېواد کې لومړی مقام ګټلی دی. د قندیل پر دغه بریا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پر فېسبوک او ټویټر ټوکې ټکالې کړې او پر دغه نمبرونو او په تعلیمي نظام یې نیوکې کړې.

خلک وایي، دلته خو نمبرې ډېرې واخلي، خو چې کله د میډیکل او انجینیرنګ لپاره په انټري ټیسټ کې ورنه امتحان واخېستل شي، بیا پکې ډېری ناکامه شي.

د مردان بورډ پرضد د زده کوونکو احتجاجي مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

قندیل له مشال راډیو سره په یوه ویډیويي مرکه وویل، چا چې پرې تنقید کړی، هغوی له پکار وه چې هم دومره نمبرې یې اخېستې وی.

نوموړې وايي، کتابونه خو له هغوی سره هم وو او هماغه کتابونه له ما سره هم وو، د کورونا له وجې حالات هم خراب وو، سکولونه بند ول، خو بیا هم ما محنت وکړو او کتابونه مې لوستي ول.

د سېپټېمبر پر ۲۱مه د بنو بورډ د لسم ټولګي نتیجو ترمخه مزدلفه نومې نجلۍ او علي محمد نومې هلک په لسم ټولګي کې په ۱۱۰۰ کې ۱۰۹۴ نمبرې اخېستې دي.

د سېټپېمبر پر ۱۹مه د سوات تعلیمي بورډ د نتیجو ترمخه د لسم ټولګي پینځه زده کوونکو ۱۰۹۸ نمبرې اخېستې دي.

د پېښور تعلیمي بورډ نتیجې د سېپټېمبر پر ۱۷مه جاري شوې وې چې پکې درې زده کوونکو ۱۰۹۸ نمبرې اخېستې وې.

قندیل د مردان بورډ په ازموینو کې ۱۰۰ فیصده نمبرې وړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00

د سېپټېمبر پر ۲۲مه خبریال، کارپوه او د تعلیمي محکمې ریټایرډ استاد شمس مومند مشال راډیو ته وویل، داسې زده کوونکي چې هغوی به په مشکل سره په امتحان کې کامیابېږي، هغوی هم له ۱۰۰۰ څخه زیاتې نمبرې اخېستې دي. دی ادعا کوي، ممکنه نه ده چې یوڅوک دې په ۱۱۰۰ کې ۱۱۰۰ نمبرې واخلي.

نوموړی زیاتوي, که داسې وي نو د دوی پرچې دې راوباسي او مخامخ دې کېښودل شي چې دغه نمبرې یې څنګه اخېستي.

دی وايي, زما په خیال دلته ډېر سوالونه راپورته کېږي، زموږ په تعلیمي نظام او په دې نظام د غور او بدلون ضرورت دی.

تر دې وړاندې وفاقي وزیر تعلیم شفقت محمود د جون پر لومړۍ نېټه په یو خبري کنفرانس کې ویلي ول، له زده کوونکو څخه به په درې اختیاري مضمونونو کې امتحانونه اخېستل کېږي، وروسته هم دغه شان امتحانونه اخېستل شوي ول. اختیاري مضمون هغه چې زده کوونکې یې په خپله خوښه اخلي، او استاد ورته هم هغه مضمونونه ښیي.

شفقت محمود د جون پر دویمه په خپل ټویټر پاڼه لیکلي ول، هر څومره نمبرې چې په اختیاري مضمونونو کې زده کوونکو یووړې نو هومره نمبرې به په لازمې مضمونونو کې هم ورکول کېږي.

د پېښور پوهنتون یو شمېر زده کوونکې انځور- ارشیف
د پېښور پوهنتون یو شمېر زده کوونکې انځور- ارشیف

د پېښور تعلیمي بورډ چیرمین نصرالله خان یوسفزي مشال راډیو ته وویل، دا بالکل ممکنه ده چې یو څوک دې په کمو پرچو کې او بیا په پینځه فیصدي اضافي او خصوصي نمبرو کې ۱۰۰ په ۱۰۰ نمبرې واخلي.

نصرالله خان یوسفزي زیاته کړه، زده کوونکو د حکومتي فارمولې ډېره فایده واخیسته، د اختیاري مضمونونو په بنیاد ورته په لازمي مضمونونو کې هم نمبرې ملاو شوې.

نوموړی وايي:"په لازمي مضمونونو کې ورته پینځه فیصدې نمبرې اضافه هم (ګریس مارکس) نمبرې ملاو شوي، له موږ سره ( پېښور تعلیمي بورډ) ۸۳۰۸۴ زده کوونکو امتحانونه ورکړي ول، په هغه کې چې چا له۹۱ څخه تر ۱۰۰فیصدو پورې نمبرې اخېستې دي، د هغې شمېره ۶۹۹۹ ده او هغه زده کوونکي چې ناکامه شوې وو او د فارمولې (پینځه فیصدې اضافه نمبرو والا) کامیاب شوي چې شمېره یې ۲۲۶۱۲ده."

خو بیا هم ډېرو خلکو پرځای د دې چې د زیاتو نمبرو اخېستونکو ستاینه وکړې، پر سوشل میډیا یې ورباندې د ټوکو ټکالو پوسټونه لیکلي، لکه شهزاده فهد په نوم پر فېسبوک کې لیکلي، دې مردان ته د یو ملګرې خوا له روان وو، د مردان بورډ والاو ورله ۴۰۰ نمبر په زوره په جیب کې واچولې او ورته یې ویل، خالي لاسونه مه تېرېږه.

مزاحیه شاعر جمیل ګل جمیل هم یو شعر په خپل فېسبوک پاڼه شریک کړی او لیکلي یې دي:" یا عقل ډېر شوی یا سبق اسانه شوی دی. یا د دې پرچو لیدو فن څه بل شان شوی دی."

د خیبر پښتونخوا سلګونه پي اېچ ډي ډاکټران بې روزګاره دي

'د فاټا ځوانان دې په خالي څوکیو وګمارل شي'

'د وزیرستان باسواده ځوانانو ته روزګار نه ورکول کېږي'

هغه زده کوونکي چې په سرکاري کالجونو کې سبق وایي، او نمبرې یې کمې راغلي دي، یاسین خان مومند هم پکې شامل دی.

یاسین خان د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، اندیښمن دی چې په کوم کالج کې به ورته داخله ملاو شي او که نه؟ ځکه ده ۶۶۳۰ نمبرې اخېستې دي.

نوموړی وايي: په ټولو پرچو کې امتحان اخېستل شوی وو، نو بیا به ښه وه، اوس خو بس نمبرې هڅې ورکړې شوی، ما ته خو په ۶۶۳۰ نمبرو داخله نه ملاوېږي، ځکه چا ۱۱۰۰ نمبرې اخېستي او چا له زرو څخه هم زیاتې نمبرې اخېستې دي."

خو شمس مومند وايي، باید زده کوونکی په اختیاري مضمونونو کې زیاته خواري کړې وای، ځکه د بقایا پینځو مضمونونو د نمبرو حساب هم له دغه درې مضمونونو سره تړل شوی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG