د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا سلګونه پي اېچ ډي ډاکټران بې روزګاره دي


د شهید بې نظیر بوټو پوهنتون زده کوونکې
د شهید بې نظیر بوټو پوهنتون زده کوونکې

د پېښور ظاهر شاه دې چې د تاېلنډ کېنګ مونګټ پوهنتون څخه يې په ۲۰۱۹ز کال کې د رياضۍ په څانګه کې پوسټ ډاک يا له پي اېچ ډي پورته زده کړې کړي وايي، دا وخت په خیبر پښتونخوا کې په سلګونه پي اېچ ډي ډګرۍ لرونکي بې روزګاره ګرځي.

ظاهر شاه وايي د دې ثبوت دا دی چې د ده په ګډون په لکي مروت پوهنتون کې د مرستيال پروفیسر څوکۍ لپاره په لسګونه پي اېچ ډي ډګرۍ لرونکو کسانو درخواستونه جمع کړي دي.

نوموړي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د کیمېسټرۍ، فیزیکس، رياضي، پولېټکل ساينس په څانګو کې درې درې څوکۍ خالي دي چې پکې د کیمېسټرۍ لپاره ۱۱۸، د رياضۍ لپاره ۵۰، د فزکس د درېوو څوکيو لپاره ۹۰، د پوليټکل ساينس د درېوو پوسټونو لپاره ۲۱ او د باټني د يوې څوکۍ لپاره ۲۹ او د زوالوجي د درېوو څوکيو لپاره ۳۷ پي اېچ ډي ډګرۍ لرونکیو کسانو خپل تعليمي اسناد جمع کړي دي.

د چارسدې رشيد جان چې په ۲۰۲۰ز کال کې يې د چين له يوه پوهنتون څخه په بيالوجۍ څانګه کې پي اېچ ډي کړې، وايي، دا وخت دی او نور شپږ وروڼه يې بې روزګاره دي.

نوموړي په زيارت ورځ مشال راډیو ته وويل چې پلار يې مړ دی او د کور د ګټې وټې هېڅ وسيله نه لري:

"په تعليم باندې زما ډېره خرچه شوې خو چې زه حالاتو ته ګورم نو ښکاري نه چې ما ته به رزوګار ملاو شي. د کورونا له وجې هم حالات دېر خراب دي. اوس دې ته کاته دي چې د ملک معاشي حالات ښه شي نو روزګارونه به پیدا شي."

په پاکستان کې د پي اېچ ډي يا ډاکټرۍ ډګرۍ لرونکو سازمان وايي، دا وخت په دې هېواد کې څه باندې ۳۰۰۰ زره پي اېچ ډي ډګرۍ لرونکي کسان بې روزګاره دي چې څه باندې ۴۰۰ يې په خېبر پښتونخوا کې دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان پي اېچ ډي اېسوسېشن مشر ډاکټر شير افضل چې په ۲۰۱۷ز کال کې يې پي اېچ کړې او اوس هم بې روزګاره دی، وايي ياد کسان زياتره هغه دي چې د ۲۰۱۵ز کال څخه تر اوسه پورې يې په کمېسټرۍ، فزکس، رياضۍ او نورو ساينسي مضمونونو کې د ډاکټرۍ ډګرۍ ترلاسه کړي دي خو حکومت ورته د رزوګارونو هېڅ بندوبست نه کوي.

مشال راډيو هڅه وکړه چې د پاکستان د منصوبه بندۍ، پرمختګ، اصلاحاتو او ځانګړو اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر او له نورو حکومتي چارواکو سره خبرې وکړو خو بريالي نه شو او ځينو زموږ فون پورته نه کړ.

البته د خېبر پښتونخوا د ځوانانو چارو حکومتي څانګې (ډایرېکټرېټ اېف يوت افېرز) مرستيال مشر نعيم ګل مشال راډیو ته وويل چې دا وخت د خېبر پښتونخوا څه باندې ۵۰ فيصده ځوانان بې روزګاره دي.

که څه هم نوموړي ته په دې ځوانانو کې د پي اېچ ډي ډګرۍ لرونکو يا نورو تعليم يافته ځوانانو شمېر معلوم نه و خو زياته يې کړه چې دوی سلګونو ځوانانو ته قرضې ورکړي خو د ده په خبره د بې روزګارو ځوانانو شمېر په لکونو کې دی.

نوموړی وايي، دوی به هڅه کوي چې لومړيتوب زياتو لوستو ځوانانو ته ورکړي:" موږ يو ځوان ته د روزګار پیلولو لپاره تر ۲۰ لکو پورې روپۍ ورکړي دي خو هرکال په زرګونه کسان فارغېږي نو هر چاته روزګار ورکول ګران دي. موږ پلان لرو چې په راتلونکی کې نورو ځوانانو ته هم د روزګارونو پیلولو لپاره قرضې ورکړو."

د خېبر پښتونخوا د ځوانانو چارو حکومتي څانګې مرستيال مشر ته پر دې اړه هم معلومات نه وو چې دوی څومره ځوانانو ته د روزګارونو شورو کولو لپاره قرضې ورکړي يا به څومرو ته او کله ورکوي.

خو دوی وایي چې د تېرو حکومتونو د ناسمو تګلارو او کورونا وبا له امله روزګارونه خراب شوي دي.

بلخوا بيا اپوزيشن ګوندونه تور لګوي چې موجوده حکومت د دوی خلاف د انتقام په سياست بوخت دی او ځوانانو ته د روزګارونو ورکولو لور ته يې پام نه شته.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې په مالي کال ۲۰۲۰ـ ۲۱ز کې به د بې روزګاره کسانو شمېر6.65 ميليونه ته ورسېږي چې پکې زياتره تعليمي ډګرۍ لرونکي دي.

ورځپاڼه وايي چې د بې روزګارۍ يوه لوی وجه دا ده چې په دې هېواد کې زياتره تعليم په جديد او نړيوال معيار پوره نه دی چې له کبله يې زده کوونکي په هېواد دننه او نړيواله کچه لوی روزګارونه نه شي ترلاسه کولای.

دوی دا هم وايي، حکومت ته پکار دي چې زده کوونکو ته له ډګرو سره سره هنرونه هم ورکړي.

یاده دې وي چې د بې روزګارۍ لوړې کچې ته په کتو د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د ۲۰۱۸ز کال د جولايي پر نهمه نېټه د خپل ګوند تحریک انصاف د انتخابي منشور وړاندېکولو پر مهال ویلي ول چې په ملک کې به یو کروړ کسانو ته نوکریاني ورکوي، خو اپوزیشن وايي چې نوموړي لاهم خپله وعده نه ده پوره کړې.

XS
SM
MD
LG