د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د خزانې سېنېټ قایمه کمېټۍ د خزانې وزارت ته امر کړی چې په قبایلي سیمو کې د صحت او تعلیم په څانګو کې په خالي څوکیو دې ځوانان وګماري.

اسلام آباد کې د زیارت پر مازیګر د سېنېټر سلیم ماڼدوي والا په مشرۍ کې د خزانې وزارت لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍ غونډه وشوه. پر دې مهال له فاټا څخه سېنېټر هدایت الله خان وویل چې په قبایلي سیمو کې د صحت او تعلیم په څانګو کې ۷۵۰۰ څوکۍ خالي پرتې دي خو تر دې دمه پرې څوک هم نه دې ګمارل شوي چې له کبله يې د فاټا ولس له ډېرو ستونځو سره مخامخ دی.

مشال راډيو ته سېنېټر هدایت الله خان وویل چې وړاندې يې دا مسله په سېنېټ کې هم راپورته کړې وه.

نوموړی وايي، د بې روزګارۍ له وجې د فاټا ځوانان بې لارې کېدای شي نو باید چې حکومت دا مسله هواره کړي او د قبایلي سیمو په روغتونونو او سکولونو کې خالي څوکۍ ډکې کړي.

ده وویل، دا مسله له ډېر وخته رارونه ده او دوی د سېفران په کمېټۍ کې وخت په وخت پورته کړې وه خو سېفران کمېټۍ له چا دومره اهمیت نه ورکاو.

دی زیاتوي، له دې رورسته دوی د سېنېټ په غونډه کې دا مسله راپورته کړه چې د فاټا په بېلا بېلو ادارو کې وونیم زره څوکۍ خالي پرتې دي او په خاص توګه په تعلیمي او د صحت په څانګو کې ډېرې زیاتې دي او روغتونونه او سکولونه شته دی خو له هغې نه کنډرات جوړېږي نو دوی د سېفران د وزیر څخه جواب وغوښتو خو نوموړي دوی مطمین نه کړل له هغه رورسته سېنېټ دا مسله د خزانې وزارت ته ولېږله او پر دې دوه غونډې وشوې.

'د وزیرستان باسواده ځوانانو ته روزګار نه ورکول کېږي'

په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو تجزیه کار پروفېسر ډاکتر معراج الحق مشال راډیو ته وویل، له حکومت سره ډېره ښه لار ده چې د فاټا ځوانانو ته نوکرۍ او روزګار ورکړي چې له کبله به يې یو خوا د فاټا اقتصاد ښه شي او بل پلو به د سختدریځۍ مخه هم ونیول شي. ځکه چې اکثره وخت د بې روزګارۍ له وجې ځوانان بې لارې کېږي.

نوموړی وویل، تاسو که وګورئ نو په فاټا کې نه د کرکیلې څانګه شته او نه پکې صنعتونه شته چې هغه خلکو ته روزګار ورکړي نو که فرض کړه حکومت په دې چوکیو ځوانان وګماري نو خلکو ته به رزوګار ترلاسه شي نو تر ډېر حده پورې به فاټا کې په ترهګرۍ او سخت دریځۍ کې کمې راشي.

په غونډه کې د خزانې د وزارت سیکرېټري وویل چې دوی په فاټا کې په یادو چوکیو د ځوانانو د بهرتۍ لپاره هلې ځلې کوي خو په سمدستي توګه به ۱۴۴۰ چوکۍ ډکې کړي او په دویم پړاو کې به تر ۸۵۰ ځوانان وګماري.

دا هم یاده وي چې له دې وړاندې د قبایلي سیمو د پارلېمان غړیو ویلي وو چې په فاټا کې په بېلا بېلو څانګو کې تر ۲۲۰۰۰ چوکۍ خالي پرتې دي.

'د غلام خان لار به د وزیرستان او خوست سوداګري وغوړوي'

XS
SM
MD
LG