د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ممنون حسین د فاټا ترمیمي مسوده لاسلیک کړه


د پاکستان ولسمشر د زیارت پر ورځ پر ۳۱ اییني ترمیمي بيل له لاسليکولو سره قبايلي سيمې په رسمي توګه په خېبر پښتونخوا کې ورګډې کړې.

د پاکستان سرکاري ريډيو د خبر ترمخه، ولسمشر ممنون حسېن په اسلام اباد کې د دغه بيل لاسليکولو پر مهال وويل، چې دا کار به په سيمه کې ثبات ته لار هوار کړي.

د فاټا اصلاحاتو د عمليکولو لپاره د حکومت جوړې کمېټۍ مشر، سرتاج عزيز د مې په يوويشتمه مشال راډيو ته وويل چې تر قانوني خنډونو ختمېدو وروسته به، په خېبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو عملي انضمام څلور مياشتې وخت ونيسي.

تر دې مخکې د فاټا انضمام ۳۱ ترمیمي بیل د پاکستان پارلېمان او د خیبر پښتونخوا اسمبلی منظور کړ.

د پاکستان قبایلي سیمې چې تر دې قانون مخکې د وفاقي حکومت لخوا اداره کېدلې اووه اجنسۍ لري چې پکې باجوړ، خېبر، مومند، شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان،اورکزی او کورمه راځي.

نور ولولئ

'فاټا انضمام به مومندو ته پرمختګ راوړي'

د فاټا لپاره تازه صدارتي فرمان کې څه دي؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG