د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د عارضي استادانو ګومارلو بهیر پیل


په خیبر پښتونخوا کې د ضم شوو قبايلي ضلعو د استاذانو اتحاديې د حکومت لخوا د دې نوو ګمارنو د پريکړې هرکلی کړی دی. (انځور: د تیرا د یو سکول دی)
په خیبر پښتونخوا کې د ضم شوو قبايلي ضلعو د استاذانو اتحاديې د حکومت لخوا د دې نوو ګمارنو د پريکړې هرکلی کړی دی. (انځور: د تیرا د یو سکول دی)

د خيبرپښتونخوا د تعليم محکمې يو ډايرکټر حافظ ابراهيم د اګست پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې د صوبې د ټولو ضلعو په پرايمري، مډل او های سکولونو کې يې د استادانو د کمي ستونزې حلولو لپاره د عارضي استادانو برتي کولو يو پروګرام پيل کړی دی.

نوموړي زياته کړه، هرې يوې ضلعې ته يې د هغې اړتيا ته په کتو پيسې لېږلي او په سکولونو کې د استادانو د برتۍ لپاره يې شرايط ورته ټاکلي دي.

"هر هغه سيمه چې په سکول کې يې د استاد ضرورت وي او د هغې لپاره پوسټ نه وي منظور شوی، هلته به موږ د يوه کال لپاره يو ځايي تعليم يافته کس د ښوونکي په توګه ګومارو. د اګست له لومړۍ نېټې زموږ نوی تعليمي کال پيل شوی او ورسره سم په ځينو ضلعو کې د عارضي استادانو برتي هم شروع شوې. موږ ضلعو ته پيسې هم لېږلي. د نويو ښونکو د اخيستلو چارې مو د سکولونو شوراګانو ته سپارلې. د ابتدايي ټولګيو د ښوونکي لپاره مو تعليمي معيار لږ تر لږه بي اې ډګري ټاکلې."

په سکولونو کې د عارضي استادانو د برتۍ چارې د مستقلو استادانو او د ماشومانو د پلرونو شوراګانو يا کونسلو ته سپارل شوې دي.

د صوابۍ ضلعې د وړوکي لاهور تحصيل د تعليم محکمې افسر غذا باچا وايي، دا شوراګانې په ټولو سرکاري سکولونو کې جوړې دي چې د ماشومانو د تعليمي او د سکولونو د بيا رغونې او پرمختيايي چارو څارنه کوي.

نوموړی هيله من دی چې د سکولونو شوراګانې به د استادانو په توګه د غوره ځايي کسانو انتخاب وکړای شي.

"د اېن ټي اېس يا پبلک سروېس کمېشن له لارې د استادانو د برتۍ پر چارو زيات وخت لګي. د سکول شورا ته به اسانه وي چې يو ځايي او قابل کس د ښوونکي په توګه واخلي. شورا ته به نه يوازې د ښوونکي کړه وړه معلوم وي بلکې له هغه به ځواب هم غوښتای شي. په يوه سکول کې د ۴۰ ماشومانو پر سر بايد يو استاد وي. د تعليم محکمې يوه څانګه د استادانو د برتۍ د پروګرام باقاعده څارنه کوي، چې د هغې د معلوماتو په بنياد به ضلعو ته پيسې ورکول کېږي. په صوابۍ کې هم يو شمېر سکولونه په ګوته شوي خو لا هم استادان پکې نه دي اخيسل شوي."

غذا باچا زياته کړه چې صوبايي حکومت د پرايمري سکول د يوه عارضي استاد لپاره ۲۰۰۰۰، د مډل سکول د هغه لپاره ۲۵۰۰۰ او د هايي سکول د عارضي ښوونکي لپاره ۳۰۰۰۰ روپۍ تنخاګانې مقرر کړي دي.

د صوبې له تعليم محکمې سره د عارضي استادانو د برتۍ په پروګرام کې د مرسته کوونکې يوې ناحکومتي ادارې (پاکستان الاېنس فار ميتس اينډ ساېنس) د پالېسۍ څانګې مشر عمر اورکزي د اګست پر دريېمه مشال راډيو ته وويل، د عارضي استادانو تر برتۍ مخکې بايد معلومه شي چې د صوبې په کومو سيمو کې د ښوونکو کمی دی، د هغو سکولونو د ماشومانو د قابليت کچه څه ده او د استادانو د تربيې يو پروګرام هم بايد جوړ شي.

"موږ حکومت ته ويلي وو چې په هغو سيمو کې بايد زيات استادان برتي شي چيرته چې د هغوی کمی دی، خو په دغه اړه معلومات نه دي غونډ شوي. دا هم کتل دي چې په يوه کال کې به يو ښوونکی خپل يو زده کوونکي ته څومره څه او په څه توګه ورزده کړي. همدې مسلې ته په کتو ما د تعليم سېکرټري ته وړانديز کړی وو چې موږ مخکې له دې چې استادان برتي کړو، د سکولونو د ماشومانو د قابليت کچې معلومولو لپاره يوه سروې وکړو. او بيا د کال په اخره کې ي،ه بله سروې هم بايد وکړو چې د استادانو کارکردګي ترې معلومه شي. او بله مسله د استادانو د تربيې ده، چې هغې ته هم يو پروګرام بايد جوړ شي."

عمر اورکزي زياته کړه، څېړنې ښيي چې په خيبرپښتونخوا کې دا مهال ۲۷ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي. پر دې سربېره، حکومت د ۱۶۰۰۰ استادانو د کمي له ستونزې سره هم مخاخ دی چې هڅه کوي د عارضي هغو له لارې يې يو څه پوره کړي.

د اورکزي په خبره، په سکولونو کې د استادانو د کمي مساله بيا په قبايلي ضلعو کې ډېره ده.

په مومندو کې د ملګرو ملتونو د تعليم او کلتوري چارو ادارې(يونيسکو) له يوې پروژې سره کارکوونکی جاويد علي وايي، د دې ضلعې په ليرو پرتو سيمو کې د استادانو زښته ډېر کمی دی.
خو نوموړی هيله من دی چې د سيمې تعليم يافته ځوانان او پېغلې د دې کمي د پوره کولو وړتيا لري.

"د يکه غونډ او پړانګ غار په ځينو سکولونو کې استادان شته، خو د مومندو هغه تحصيلونه چې ليرې پراته دي، د استادانو پکې زښته ډېر کمی دی. د هغو ځايونو خلک له موږ هم دا غوښتنه کوي چې د استادانو د کمي ستونزه ورته حل کړو. په اکثرو سکولونو کې د ۱۵۰ يا ۲۰۰ ماشومانو لپاره يو يا دوه استادان موجود دي. موږ بيا هغوی ته خاص ټرېننګ ورکوو چې دومره ګڼ شمېر ماشومان به څنګه کنټرولوي او سبق به ورته ښيي. له نېکه مرغه په مومندو کې تعليم يافته ځوانان او پېغلې شته. که د حکومت مرسته وي نو هغوی به په سکولونو کې د استادانو په توګه کار کولو ته هرو مرو زړه ښه کړي."

د خيبر پښتونخوا د تعليم محکمې چارواکي وايي، حکومت د عارضي استادانو د برتۍ پروګرام لپاره ۴۰۰ ميليونه روپۍ بوديجه منظوره کړې.

د دوی په خبره، د ضلعې د تعليم محکمې افسران به د سکولونو له شوراګانو سره په ګډه د جمع شويو درخواستونو او اسنادو کره کتنه او د عارضي استادانو د ګومارنې پرېکړې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG