د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا بهرنیو چارو وزير له قطري چارواکو سره د افغانستان پر کړکېچ غږېدلی


قطر له افغانستانه د امریکایانو او افغانانو د ایستلو په ماموریت کې کلیدي رول لوبولی دی.
قطر له افغانستانه د امریکایانو او افغانانو د ایستلو په ماموریت کې کلیدي رول لوبولی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سېپټېمبر پر شپږمه د قطر پلازمینې دوحې ته ورسېد، چې د افغانستان د کړکېچ په اړه خبرې وکړي.

قطر اوس مهال د هغو زرګونو افغانانو کوربه دی چې د امریکا له خوا له افغانستانه ایستل شوي دي.

امریکا له کابله خپل سفارت او اړوندې چارې اوس قطر ته انتقال کړي او د همدغو افغانانو د ویزو کارونه مخته وړي چې د قطر له خوا په جوړو شوېو کمپونو کې اوسي.

امریکا د قطر په ګډون د ټولو هغو هېوادونو ستاینه کړې چې په موقتي ډول یې د افغانانو لپاره د هستوګنې کمپونه برابر کړي دي.

قطر له افغانستانه د امریکایانو او افغانانو د ایستلو په ماموریت کې کلیدي رول لوبولی دی.

دا ماموریت وروسته له هغې پیل شو چې طالبانو د اګسټ پر ۱۵مه په کابل ولکه ټینګه کړه.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن هم دوحې ته سفر کوي او هلته به له بلېنکن سره یو ځای په افغانستان کې د بندو پاتې امریکایانو د راويستلو په اړه خبرې وکړي.

قطر ته تللي د امریکايي پلاوي یو غړي چې نوم یې نه دې ښوولی رایټرز خبري اژانس ته ويلي چې له افغانستانه د اګست ۳۰مه لومړني څلور امریکایان راویستل شوي دي او طالبانو د دغو کسانو په ویستلو اعتراض نه وو کړې.

دغه چارواکي زیاته کړه چې دا کسان له افغانستانه د امریکا بهرنيو چارو وزارت په مرسته په ځمکنۍ لاره ویستل شوي ول.

طالبان هم د قطر په دوحه کې سیاسي دفتر لري خو داسې امکان نه شته چې د امریکا دفاع وزير لايډ اسټن او انتوني بلنکن به په قطر کې له طالبانو سره وويني.

له کله چې طالبانو کابل نيولی تر سلو زیات امریکایان اوس هم په افغانستان کې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ته له ننوتو سره له پنجشېر ولايت پرته پر ټول افغانستان کنټرول ترلاسه کړی وو. افغان ولسمشر اشرف غني هم په دغه ورځ هېواد پرېښود او متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

طالبان د نوي حکومت په جوړېدو بوخت دي او ذبيح الله مجاهد ويلي چې ډېر ژر به خپل حکومت اعلان کړي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG